د افغانستان په شمال کې په ۲۰۱۶ کې د ناتو د ماموریت دوام
۱۳۹۴ آذر ۲, دوشنبهد آلمان د خبري آژانس DPA له برلین څخه په خپل یو رپوټ کې وايي چې د افغانستان په شمال کې د آلمان له پوځي ماموریت څخه له دې وروسته هم ۲۰ نورو هیوادونو خپل ملاتړ اعلان کړ.
دغه ډول ملاتړ په هغه یو کنفرانس د آلمان د دفاع وزیرې، اورزولا فون دیرلاین له خپلو شریکانو واورید چې په برلین کې نن دوشنبه ( د ۲۰۱۵ کال نومبر ۲۳ مه) دایر شوی ؤ.
له دې سره د افغانستان د امینتی ځواکونو د روزنې او سلا مشورې ماموریت په شمال کې له څه ناڅه ۱۵۰۰ نړیوالو سرتیرو سره په راتلونکي میلادي کال کې هم یقیني دی.
د فرانس پرس د خبري آژانس په رپوټ کې بیا ویل شوي دي چې د افغانستان په شمال کې د آلمان په مشرې د ناتو ماموریت د پخوا په څیر دوام پیدا کوي. د آلمان د دفاع وزیرې، فون دیر لاین، د مسیحی دیموکرات ,CDU غړې، په نوموړي کنفرانس کې د هغو هیوادونو د دفاع وزیرانو سره چې د افغانستان په شمال کې مرسته کوي، له لیدنې کتنې څخه وروسته وویل: «مونږ غواړو چې د «پریکړن ملاتړ» ماموریت په ۲۰۱۶ کال کې هم دوام پیدا کړي.»
فون دیر لاین یادونه وکړه. «شریکو هیوادونو خپل چمتوالی څرگند کړ چې د شمال لپاره له دې وروسته هم اړین ځواکونه او توانمندي په اختیار کې کیږدي.» د هغې په خبره، خو په دی اړه ورستي سیاسي تصمیمونه باید ونیول شي.
فون دیر لاین د خپلو یادونو په ترڅ کې د برلین د نوموړي کنفرانس د «ښوو نتایجو» څخه خبره وکړه.دغه کنفرانس د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزي هم گډون درلود.
د آلمان د حکومت کابینې په تیرو اونیو کې په افغانستان کې د آلماني پوځ د ماموریت د غځولو پریکړه کړې وه او وویل چې د پوځیانو شمیر به تر ۹۸۰ پورې لوړ کړای شي.
د آلمان د دفاع وزیرې وویل: «مونږ غواړو چې د افغانستان خلکو ته ووایو چې مونږ ستاسو تر څنگ پاتې کیږو.» له دې مخکې داسی پلان ؤ چې په ۲۰۱۶ کال کې به له افغانستان څخه د نړیوالو سرتیرو وتل پیل شي او په دی ترتیب به د «پریکړن ملاتړ ماموریت» هم د جنگي ماموریت په څیر چې په ۲۰۱۴ کال کې پای ته ورسید، خاتمه پیدا کړی.
خو په سپتمبر کې د یوې لنډې مودې لپاره د طالبانو له خوا د کندز د ښار نیول د دی سبب شوه چې آلمان او د ناتو نور هیوادونه د افغانستان پر امینتی وضعیت باندی له سره غور وکړي.
تر اوسه پورې په رونیز ماموریت کې د آلمان ۸۵۰ پوځیانو گډون درلود. د هغو شمیر به ۱۳۰ تنه نور هم زیات کړای شي. د دغو سرتیرو زیاته برخه به په مزارشریف او یوه کوچنې برخه بې په کابل کی مستقر شي.
ناتو تیر کال خپل جنگي ماموریت پای ته ورساوه. د 2015 کال له پیل څخه را په دی خوا د «پریکړن ملاتړ» ماموریت چې زیاته برخه ېې د افغان امینتی ځواکونو روزنې او سلا مشورو پورې محدودیږي، پیل شوی دی. په دغه ماموریت کې به په ټولیزه توگه ۱۳۰۰۰ سرتیری د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې پاتې شي.