1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په شمال کې د ښځينه پولیسو شمیر۳۲۴ تنو ته ورسید

۱۳۹۰ آذر ۸, سه‌شنبه

د شمال زون د ساحوي پولیسو د ۳۰۳ پامیر قوماندانې له روزنیز مرکز څخه د دریمې دورې ښځینه پولیسو د فراغت سندونه تر لاسه کړل

https://p.dw.com/p/13ImY
افغان ښځینه پولیسې د زده کړې په حال کې
افغان ښځینه پولیسې د زده کړې په حال کېانځور: DW

دغه پولیسې چې د کورنیو او بهرنیو استاذانو لخوا دوه میاشتې په مسلکي ډول روزل شوې په شمال زون کې به د سرحدې پولیسو په چوکاټ کې دندي تر سره کړي.

د شمال زون د پولیسو د ۳۰۳ پامیر قوماندانې له تعلیمې مرکز څخه د دریمې دوری ښځینه پولیسو په فارغیدو سره په دغه زون کې د ښځينه پولیسو شمیر ۳۲۴ تنو ته ورسیده.

د سرحدي پولیسو د دریمې دوری دغه میرمنې چې د کورنیو او بهرنیو استاذانو لخوا روزل شوي دي د وسلو د کارولو، جم نظام ، د بشري حقونو، د جزا د قانون ،او د تالاشې په بر خه کې یي ۸ اونۍ مسلکي زدکړې ترلاسه کړي دي.

دغو ښځینه پولیسو د فراغت د سندونو د ترلاسه کولو پر محال هیواد ته د خدمت لوړه وکړه.

د شمال زون د سرحدي پولیسو د پنځم نمبر قوماندانې مرستیال عبدالودود وویل دا چې په شمال او شمال ختیځ زون کې سرحدې پولیس د څه د پاسه ۲۴۰۰ کیلومترو په اوږدوالې د سرحدي پولۍ د ساتلو مسوولیت پرغاړه لرې د دغی پولۍ په اوږدو کې د ښځینه پولیسو شتون خورا اړین دی.

افغان ښځینه پولیسې
افغان ښځینه پولیسېانځور: DW

« ښځینه پولیسې کولای شي اطمینا ن، اعتماد، نظم او بلاخره د ښځو په ټولنه کې امنیت رامنځته کړي. لکه څرنګه چې زموږ د ټولنۍ نمایي جمیعت ښځې جوړوې ، او په ټولو سیاسي، ټولنیز او پوځي برخو کې فعاله ونډه لری .نو د ښځینه پولیسو شتون ضرورې دی.»

نوموړی زیاته کړه دا چی د شمال زون په سرحدی سیمو کی ګاونډیو هیوادونو ته د تګ راتګ څلور بندرونه شتون لری او د نارینه وو سربیره د ښځینه وو تګ راتګ هم پرې ډیر دی د امینت د ټنګښت او د میرمنو د تالاشې په برخه کې د ښځینه پولیسو شتون لازم او ضروری دی.

د فراغت په دغو مراسمو کې په شمال زون کې د ښځینه پولیسو د روزنې فرانسوي مسوولۍ میرمن اندرا، هیله څرګنده کړه هغه څه چې دغو میرمنو زده کړي ښه ګته ترې اخستلې شي.

« لکه څرنګه چې مونږ تاسې ته وسایل برابر کړي دي او زدکړې مو درکړه، ترڅو وکولای شې د پولیسو په توګه له هغې څخه ښه ګټه واخلې، په افغانستان کی دعدالت او قانون ټنګښت تاسې ته اړتیا لری»

هغه میرمنې چې د پولیسو په چوکات کې په دغه روزنیز مرکز کې روزل شوې ، خوشحاله دې چې دوی به وکولای شي له همدې لارې خپل ځان او هم خپلۍ ټولنۍ ته خدمت وکړی.

او له نورو میرمنو څخه یي هم وغوښتل تر څو د پولیسو په لیکو کې په شاملیدو سره خپل هیواد ته د خدمت جوګه شی.

د شمال زون د ساحوې پولیسو د ۳۰۳ پامیر قوماندانی چارواکې وایی چې د افغانستان د پولیسو په چوکات کې د میرمنو شمیر اوس محال څه د پاسه ۱۲۰۰ تنه دي خو د هیواد د کورنیو چارو وزارت په پام کې لرې چې تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پورې دغه شمیره ۵۰۰۰ ته لوړه کړي.

عبدالحمید صافی/ بلخ
کتونکې/شمس الرحمان ناصر