د افغانستان په شمال کې دوه الماني سرتېري ټپیان سوي دي
۱۳۹۱ تیر ۱۵, پنجشنبهاعلان
د افغانستان په شمال کې کندز ته نزدې دوه تنه الماني سرتېري د ګزمې پر وخت د یوه برید له امله زخمیان سوي دي. په پوتسدام کې د پنجشنبې په ورځ د دغه ماموریت قوماندانۍ خبرورکړی دئ چې دغه پېښه په افغانستان کې د ناټو پر ځواکونو د کندز څخه لس کیلو متره لیري، پر سیمه ییز وخت د شپې پر لسو بجو او ۱۵ دقیقو رامنځته سوې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې دغه دواړه سرتېري د درملنۍ له پاره کندز ته انتقال سوي دي. ویل کیږي چې الماني سرتېرو هم د دغه برید په مقابل کې ځوابي برید تر سره کړی دئ خو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل سوي.