1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په شمال کښې د جرمن اگرو اکشن موسسې يو افغان کارکونکۍ وژل شوی دی

۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۰, دوشنبه

د افغانستان په شمالي ولايت کندوز کښې پرون مسلحو سړيو د جرمن اگرو اکشن Deutsche Welthungerhilfe موسسې موټر درولی او موټروان يې په پنځو ډزو وژلی دی.

https://p.dw.com/p/DKA0

د جرمنې د بن په ښار کښې د دغې موسسې مرکز هم د دغې پيښې پخلی کړی دی. محلی پوليس په کندوز کښې خبر ورکړی دی، چې څلور کسه د دغه عمل په تور نيول شوي او تر تحقيق لاندی دی.

سږ کال د مارچ په مياښت کې د دغی موسسې يو آلماني کارکوونکی هم د افغانستان د شمال په سرپل ولايت کښې وژل شوی و.

دغه موسسه له1980 کال راهيسی په افغانستان کې مرسته او کار کوی او اوسمهال دوه سوه آلماني او شپږ سوه افغان کارکونکي لری.