د افغانستان په شمال کي پوځي تعروضي عمليات نه تر سره کيږي
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبهپه کنفرانس کي د ناټو او افغان حکومت استازو هم ګډون درلود.
د افغانستان په شمال کي د آيساف ځواکونه د زياتيدو په حال کي دي، چي د 2010 کال تر پايه به د هغو شمير تر 12 زرو پوري ورسيږي.
د برلين په کنفرانس کي د آلمان د دفاع وزير، کارل څوګوتبرګ هغه پوښتني ته چي په شمال کي به د ځواکونو مشري څوک کوي،په جواب کي وويل،چي په شمال کي پوځي مشري د آلمان په غاړه ده.
ددغو نوو ځواکونو سره د افغانستان د ملي پوځ د سرتيرو د روزني بهير نور هم پياوړی کيږي، تر څو هغوی په نژدې راتلونکي کي په خپل هيواد کي امنيتي مسووليت په غاړه واخلي.
د برلين په کنفرانس کي د افغانستان د دفاع وزارت استازي، تورن جنرال شير محمد کريمي وويل، چي د ملي پوځ د سرتيرو د روزني لړۍ په ښه توګه روانه ده:
«زه د ملي اردو د روزني د کار څخه، د روزني د مرکزونو او همدا راز د نړيوالي ټولني د ملاتړ څخه راضي يم. دسپلين او انظباط ډير ښه دی او د ملي اردو جوړښت د ولس د بيلا بيلو پرګنو د استازيتوب انډول خوندي ساتل سوی دی. افغان سرتيري اوس ښه روزل سوي دي. په اوسني وخت کي د پوځي دسپلين او انظباط په هکله څه ويلای نه سم.»
د افغانستان د حکومت د پلان دمخه په پنځوکلونوکي د هيواد ټول امنيتي مسئووليت بايد افغان ځواکونو ته وسپارل سي. د آلمان د دفاع وزير د افغانستان له دغه هوډ څخه هرکلی وکړئ.
« د2011 کال تر پايه موږ غواړو، چي په ټول افغانستان کي د امنيتي ځواکونو شمېر له 200 زرو څخه 300 زرو ته لوړکړو.په دې برخه کي موږ دې موافقې ته ورسيدو چي د افغانستان دامنيتي ځواکونو سره د « پارتنرينګ» د پلان له مخه د رزوني پروسه نوره هم پياوړې کړو».
د پارتنرينګ څخه مقصد دا دی، چي د آيساف او د افغان ځواکونو ګډ عمليات د روزني د مرکزونو اوکمپونو لمن د عمل ساحې ته پراخيږي. مانا دا چي دواړه اړخونه به د جګړې په ډګر کي د دولت د مخالفينو په وړاندي عمليات کوي. د روزني په دغه عملي برخي کي د سترو خطرونو سره سره د آلمان پوځ هم ګډون کوي.
د جنرال کريمي د اټکل د مخه د افغانستان په شمال کي وضعيت هسي هم ناخوال نه دی، چي ډله ايزي رسنيۍ يې رپوټونه ورکوي. هغه په برلين کي د آلمان ږغ راډويو خبريالي ته وويل، چي په کندوز او بغلان کي څه ستونزي موجودي وې، خو اوس د آيساف او د افغان ملي پوځ د ګډو عملياتو په نتيجه کي وضعيت بيرته تر کنترول لاندي ونيول سو.
د آلمان د دفاع وزير څو ګوتبرګ هغه ګنګوسې رد کړې، چي ګواکي د افغانستان په شمال کي هم « ستر هجومي عمليات په پام کي دي. هغه وويل د ورستيو تکراري پيښو سره سره هجومي حملې به هلته حقيقت پيدا نه کړي.
Werkhäuser, Nina/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل