د افغانستان په شمال کي وضعه تر اټکل خرابه ده
۱۳۹۰ خرداد ۲۶, پنجشنبهد بيلډ ورځپاڼي د پنجشنبې په ورځ، په افغانستان کي د جرمني د پوځونو د داخلي او پټي ارزونۍ پر اساس راپور ورکړی چي، طالبان پرته د کوم بدلون څخه په سيمي کي شتون لري.
د دغو اسنادو د ارزيابۍ په اساس پر الماني پوځونو د ترورستانو په بمي بريدونو کي زياتوالی د امکان څخه لري نه دی.
په دغو محرمو اسنادو کي ويل سوي چي، د افغانستان په شمال کي ډير خطر الماني ځواکونو ته د بمونو له درکه متوجه دی.
د جرمني د دفاع وزير توماس ديميزير د الماني پوځونو پر يو ټانک د تروستي بريد څخه وروسته د جون د مياشتي په دوهمه نيټه ويلي ؤ چي طالبانو خپل ډير نفوذ له لاسه ورکړی.
د نوموړي په خبره طالبان اوس چل ول څخه کار اخلي او بمي بريدونو ته يي مخه کړي. خو د بيلډ د ورځپاڼي د راپور پر اساس کارپوهان بيا په آګاهانه توګه د طالبانو په ستراتيژي کي د بدلون څخه خبري کوي.
د ورځپاڼي د راپور پر اساس د ناټو تر مشري لاندي د نړيوالو ځواکونو مستنطقان په دې باور دي چي د دې ډير احتمال شته چي د افغانستان د استخباراتو رياست د دې ترورستي بريد څخه خبر ؤ.
د آيساف په پټو راپورونو کي ويل سوي دي چي، ترلاسه سوي ټول اسناد په دې خبري دلالت کوي چي د افغانستان د استخباراتو د رياست لوړ پوړي چارواکي د دغي ترورستي بريد څخه اطلاع درلودله. خو المانانو ته يې په دې اړه خبرداری نه دی ورکړی.
د يادي ورځپاڼي د راپور پر اساس يو تن چي په سيمي کي موجود ؤ ويلي يي دي چي په مزارشريف کي د الماني پوځونو اصلي مرکز د افغانستان د استخباراتو د رياست څخه مايوسه سوی دی.
ورځپاڼه زياتوي چي د می د مياشتي پر 28 نيټي د تالقان د ولايت په دفترکي د ترورستي بريد څخه مخکي په واضحه توګه خبرداری ورکړل سوی ؤ.
د بيلډ د ورځپاڼي د راپور پر اساس الماني جنرال مارکوس کنايپ ته مخکي اطلاع ورکړل سوې وه چي د 24 څخه تر 48 ساعتو پوري د تالقان د ولايت پر لوړ پوړو چارواکو د بريد نقشه جوړه سوې ده، خو سربيره پر دې هم جنرال کنايپ د تالقانو په ولايت کي په جوړه سوې غونډه کي برخه واخسته.
په دغه چاودنه کي پخپله جنرال کنايپ ټپي او دوه الماني سرتيري ووژل سول.