1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په ختیځ کې دوه تنه امریکایي سرتیري وژل شوي

۱۳۹۱ مهر ۱۶, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16LrA

د شنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د یاغیانو په یوه برید کې دوه تنه امریکایي سرتیري وژل شوي دي. دغه خبر د متحده ایالاتو د پوځ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ورکړل شوی دئ. خو په خبر پاڼه کې د پیښې په اړه نور کوم جزئیات نه دي ورکړل شوي او نه هم لا تر اوسه د دغه برید پړه چا پر غاړه اخیستې ده.

د خبري آژانسونو د رپوټونو په حواله په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم د راپرځیدو وروسته تر اوسه په افغانستان کې د متحده ایالاتو ۲۰۰۰ سرتیري وژل شوي دي. د iCasulaties په نوم انټرنیټ پاڼه چې په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو د مرگ ژوبلې پر ارقامو پام ساتي ویلي دي چې په روان کال کې په افغانستان کې ۲۶۸ تنه امریکایي سرتیري وژل شوي او ۲۱۳۲ تنه ټپیان شوي دي.