د افغانستان په ختيځ کې ماشومان وژل شوي دي
۱۳۸۶ تیر ۱۸, دوشنبهاعلان
د ايساف ځواکونو زياته کړه چې يوه دا ډول نښته په کنړ کې رامنځته شوې ده. په پکتيا کې نوموړو ځواکونو د خپلو څرگندونو له مخې د طالبانو يو تن مشکوک قوماندان چې ويل کېږي سليم نومېده، وژلی دی. د نيمې شپې په عملياتو کې دوه تنه ماشومان هغه مهال ووژل شول چې بغاوت کونکو ناڅاپه له توغنديو څخه په استفادې سره په افغان او ايتلافي ځواکونو ډزې پيل کړې. د دغو ځواکونو يوه وياند تورن دونلډ کورپي خواشيني څرگنده کړه او ويې ويل چې دوی نه پوهېدل چې ماشومان په ودانۍ کې ول. يوه ښځه هم د قوماندان سليم په کورنۍ کې ژوبله شوې ده چې د درملنې په موخه نړيوالو ځواکونو له ځانه سره بوتله. د افغانستان په ختيځ کې همداراز په يوه جلا پېښه کې د ناټو څلور تنه پولنډي سرتېري په يوه چاودنه کې وژل شوي دي.