د افغانستان په جگړه کې د معلولو سرتیرو درد او غم
قطع سوي لاسونه او پښې او د سترگو ړندیدل، دا د هغو ۱۲ زرو افغان سرتیرو برخلیک دی چی په تیر کال په پوځي ماموریتونو کي ټپیان سوي دي. زیاتره یې اوس معلول دي، سمه پالنه یې نه کیږي او په هره برخه کې کمی لیدل کیږي.
عملیات سرته ورسیدل او نور به څه کیږي؟
په ۲۰۱۵ م کال کي په کندز کی تر یوه جنگي ماموریت وروسته، د افغان سرتیری عبدالرقیم څخه د کابل په ترټولو لوی پوځي روغتون کی دواړې پښې قطع کړی سوې. وروسته بیا د هغه په ورانه کی یوه مرمۍ هم وموندل سوه چی باید لیری کړی سوې وی. په افغانستان کی شپږ پوځي کلینیکونه سته او دوه نور د جوړیدو په حال کی دي. د نورو کسانود ټپي کیدو اټکل هم کیږي.
د پلرني ټاټوبي په خدمت کې
مایوسه کوونکي شمېرې: د امریکا متحده ایالاتو د یوه رپوټ له مخې یوازې د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو ۴۲۳۸ غړي ټپیان او ۲۵۳۱ تنه وژل سوي دي. په ټول ۲۰۱۶ کال کی د ۷۰۰۰ په شا او خوا کې سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ زره نور ټپیان سوي دي.
په بدچانسۍ کی چانس راوړل
سرتیري صفت الله هم هغه وخت خپله پښه له لاسه ورکړه، کله چې په کندز ولایت کې د طالبانو له خوا ایښودل سوي ماین باندی وخوت. هغه باید نور داسې عملیاتونه هم وکړي چی په خپله افغانستان کی یې اصلاً امکانات نه سته. په بهر کې د عملیاتونو له پاره ځیني کسان آن خپل جایدادونه پلوري.
د ځینو معلولو سرتیرو له پاره تمرینات
په جنگ کي معلول سوي سرتیري، په جولای کی د افغان پوځ په یوه ورزشي مرکز کې په کاناډا کې د «انوکتوس ګیمز» په نامه لوبو کې د گډون له پاره تمرینونه کوي. دا په نړۍ کې د معلولو سرتیرو له پاره تر ټولو لوی ورزشي سیالۍ دي. دوی د هغو کم شمیر سرتیرو په ډله کې راځي چې پس له ټپي کیدو هم ورته پاملرنه کیږي.
د ژوندي پاته کیدو له پاره دلیل
مطیع الله په ۲۰۰۹ م کال کې په کندهار کې سخت ټپي سو.د خپلو پښو تر قطع کیدو وروسته یې غوښتل ځان وژنه وکړي. وروسته یې په یوټیوب کی په نورو هیوادونو کی د معیوبو کسانو ویدیو گانې ولیدې او بیرته یې جرأت تر لاسه کړ. نوموړی اوس له « اتلانو سره مرسته» په نامه غیر دولتي سازمان سره کار کوي. د هغه چانس په دې کې وو چط تر دوولسم ټولگي یې مکتب ویلی دی. پلار یې په حکومت کې مامور دی او کم معاش تر لاسه کوي.
په یوازې سر هیڅ هم نه کیږي
د زیاترو افغان سرتیرو او پولیسو له پاره چې د سخت معلولیت او روحي زیان سره ژوندي پاته سوي، دا حالت د هغوی شخصي مسله گرځیدلې ده. دا ځکه چې د هغوی ډیر کم ملاتړ کیږي. زیاتره یې لیکل او لوستل نه سي کولای او د دولت له خوا هم ورته د مسلکي زده کړ او یاهم نورو فعالیتونو زمینه نه برابریږي.
ډیر کم ظرفیتونه
د ناټو د ډیرو سرتیرو تر وتلو وروسته افغانستان د ترهگرۍ سره مبارزه کې د جگړې اصلي بار پر اوږو اخیستی دی. یوه پایله یې د ډیرو سختو زخمیانو زیاتیدل دي. شپږ نظامي افغان کلینیکونه د دومره ډیرو ټپیانو د درملنې تر عهدې نه سي وتلای. او افغانستان هم نه کوم وس لري او نه هم ظرفیت، څو په ټولنه کی هغوی ټول ادغام کړي.