د افغانستان په جنوب کې شاوخوا 70 طالبان وژل سوي
۱۳۸۶ مرداد ۴, پنجشنبهاعلان
د آلمان د dpa جبري آژانس د آئتلافي ځواکونو له قوله ويلي چې پنځوس تنه طالب جنگيالي د هلمند ولايت په دولس ساعته جگړه کي وژل سوي او شاوخوا شل تنه جنگيالي په کندهار ولايت کې هغه مهال ووژل سول چې د تيرو د رو ورځو په اوږد و کې يي د ريم ځل پر افغاني عسکرو حمله وکړه.
د ټلوالي د رپوټ سره سم په د واړو پيښو کې يو بهرنی پوځي ټپې سوی او هيځ ملکي وگړی ته پکښي زيان نه دی رسيدلی.
په دې عملياتو کې له هوائي ځواک څخه هم کار اخستل سوی چې په تيرو وختونوکي د عملياتو او هوائي بريد ونو وروسته د ملکي کسانو د مرگ ژوبلي رپوټونه خپاره سوي.
بله خوا ناتائيد سوی رپوټونه د ځايي خلگو له خولې ويلي چې پدې عملياتو کې شاوخوا شل تنه ملکي وگړي هم وژل سوي دي.
طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه خبري رسنيو ته څه ندي ويلي.