1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په جنوب کې دوه د ناتو عسکر وژل شوي

۱۳۸۷ فروردین ۱۲, دوشنبه

لندن: د انگلستان د پوځ وزارت نن د دوشنبې په ورځ اعلان کړی، چې د افغانستان په جنوب کې د ناتو تر قومانده لاندې د دوی دوه تنه سرتيري د يکشنبې په ورځ يوې چاودنه کې وژل شويدي.

https://p.dw.com/p/DbNj
انگريزي عسکر په هلمند کې
انگريزي عسکر په هلمند کېانځور: picture-alliance/ dpa
انگلستان په افغانستان کې ٧٨٠٠ تنه سرتيري لري چې زيات شمېر يې په جنوبي ولايت هلمند کې پراته دي، چېرته چې د نړۍ قريب نيمايي اندازه ترياک لاس ته راوړل کيږي.
د انگلستان د پوځ وزارت په خپله اعلاميه کې زياته کړې، چې د دوی عسکرو د هلمند ولايت د کجکي په اولسولۍ کې گزمه کوله او د سپرلۍ موټر يې پر يوه بم وربرابر شوی.
له دې سره په افغانستان کې له ٢٠٠١ ميلادي کال راهيسې د وژل شوو انگريزي عسکرو شمېر ٩١ تنو ته رسيږي