1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړوند د امريکې د ستراتيږۍ بدلون؟

۱۳۸۸ تیر ۱۷, چهارشنبه

آيا د دی امکان شته چي مسکو ته د خپل سفر نه وروسته، د امریکی د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کی پخپل پوځۍ ستراتيژي کی بدلون راولي؟

https://p.dw.com/p/IjjC
کندهار ته څېرمه امريکايي عسکر
کندهار ته څېرمه امريکايي عسکرانځور: AP

روسانو کولای شواي چي ولسمشر بارک اوباما ته دسه شنبي په ورځ کله چی دی په مسکوو کی په افغانستان کی دخپلو ترخو تجربو په هکله لږ څه معلومات ورکړي.

په 1989 ميلادی کال کی روسان دی ته اړ شوی و، چی په ډيره مایوسی سره له افغانستان څخه خپل پوځۍ وسله وال ځواکونه په څټ کړی او دهندوکش په لمنه کی پروت هیواد افغانستان کي خپل ملګري يواځی پریږدی. دا چي روسان ولي دی کار ته اړ شوی وو، اصلي او مهم عامل يي همداوو، چی د افغانستان د ولس ډیرکي پرګني په دغه هیواد کی د روسی وسله والو ځواکونواو د دوي د وحشیانه اعمالو په ضد وو او مقاومت يی کاو. په تيره بيا په افغانستان کی د روسي وسله والو يرغل ګرو ځواکونو په ضد د ولس کرکه او مقاومت هغه وخت زیات شو، چی په افغانستان کی زیات ملکی خلک ووژل شول.

او نن ورځ هم د ملکی وګړو د تلفاتو له امله د بهرنيو ځواکونو عملیات په افغانستان کی له خطر سره مخامخ بريښي.

له همدی امله یا په بله ژبه د همدی خطر د مخنوی لپاره په افغانستان کی د نړیوال سوله ساتونکو ځواکونو ISAF ستر قوماندان امریکايي جنرال ستانلي میک کريستال ګواښ کوي او وايی چی « له پوځي پلوه به طالبان پرمونږ بريالي نشی ، خو کيدای شی مونږ ځان پخپله دیوۍ ماتی سره مخامخ کړو ».

د امریکايی جنرال دغه ګواښ اوس په اصطلا د یوه «تاکتیکی فرمان» په بڼه راوتلۍ او څنګه چی ويل شوی دي، دجنرال ميک کريستال دغه فرمان په افغانستان کی هم د نړیوال سوله ساتونکي ځواکونو ISAF لپاره اعتبار لري او هم د هغه امریکايي عسکرو لپاره چي د ناتو تر قوماندانی لاندی عملیات نه کوی.

داسی ويل کیږی چی بايد امریکایان په افغانستان کی پخپل پوځي ستراتيژی کي ژر تر ژره دغه راز بدلونو ونه راولي او هغه عملی کړی . په افغانستان کی په دی وروستيووختونو کي دملکی تلفاتو اندازه په بیساري توګه زیاته شوي او له همدی امله ورځ په ورځ دهغه افغانانو په شمير کی زیاتوالی راځی چی هغوی په افغانستان کی بهرنیو ځواکونه ته دآزادی بښونکی ځواکونو په سترګه نه بلکي دپخواني شوروی يرغلو ځواکونو په شان دښکیلاکي ځواکونو په سترګه ګوري .

طالبان چي اصلا په افغانستان کي په اصطلا د ملکی وګړو د تلافاتو په غم کی ندی، هڅه کوی چی د پوځي عملیاتو په بهير کی ملکی وګړی راوپاروي.

دوی د خطر په وخت کی د خلکو په کورونو کي ورننوځی يا به مسکونی ځایونو باندی بريد کوی تر څو بهرنی ځواکونه دي ته اړ شی چی دهوای ځواکونو څخه مرسته راوغواړی. او طالبان په دی پوهیږی چي په کلیو او باندو کی دهوايی بمباريو به اثر په تيره بيا هرڅومره چي زیات ملکی وګړی تلف کیږی په هماغه اندازه خلک زيات د بهرنيو ځواکونو څخه کرکه پیدا کوي.

د افغانستان ددولت مشر حامد کرزي چي غواړي دهمدی روان ميلادی کال داګست دمیاشتی د20 نیټۍ دولسمشري په ټول ټاکنو کی بيا ولسمشر شي، تر اوسه څو څوواري د دي غوښتنه کړی چي په افغانستان کی بايد د ملکی تلفاتو مخه په جدی توګه ونیول شي.

خود کرزي د دغه غوښتنو سره سره بياهم څنګه چي دملګرو ملتونو دټولنی لوی منشي پخپل یوه رپوټ کی چي دوه اونی دمخه يی دامن جرګی ته وړاندی کړي ویلی چی د2009 میلادی کال د جنوری دمياشتی نه دمي تر میاشتی پوري، په همدی موده کی دتير کال په پرتله په افغانستان کی دملکی وګړو دتلفاتو شمير په سلو کي 24 زیات شوی دي که څه هم په سلو کي 55 دغه ملکی تلفات دمقاومت کونکو د عملیاتو څخه رامنځ ته شوی خو بیاهم دريمه برخه يي دهغه نړیوال سوله ساتونکی ځواکونو دعملیاتو څخه رامنځ ته شوی، چي افغانستان ته دملګرو ملتونو له خوا دملکی وګړو د سولي او امن د تامين دپاره دغه هیواد ته استول شوي دي.

په افغانستان کی دناتو او امریکايی ځواکونو نوی قوماندان جنرال ميک کريستال

اوس دا فرمان صادر کړی چی بايد په افغانستان کی دهوايی بمباریو په کمولو سره د ملکی تلفاتو مخنوي وشی او په داکار سره دی هيله لری چي طالبان به د ولس څخه تجرید کړاي شی.

ضيا فضلی
کتونکی: يحيي وردک