1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه غونډه کې د ترمپ غوسه

۱۳۹۶ مرداد ۱۲, پنجشنبه

ولسمشر ترمپ په داسې حال کې چې د کلونو جګړې وروسته د افغانستان په هکله خپله تګلاره جوړوي، په یوه ناسته کې د افغانستان د وضعیت پر خرابیدو سخت په غوسه شوی او په افغانستان کې یې د جګړې د رهبري د بدلون وړاندیز هم کړې.

https://p.dw.com/p/2hbvG
USA Washington- Donald Trump hält besprechung zur Gesundheitsreform
انځور: Reuters/K. Lamarque

د چهارشنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره امریکايي تلویزیوني چینل (NBC News) رپوټ خپور کړ چې تیره میاشت د یوې ناستې په ترڅ کې په افغانستان کې د پرمختګ د نشتوالي له امله، ترمپ ډیر په غوسه شوی. دغې شبکې همدا راز وویل چې ولسمشر ترمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندان جنرال جان نیکولسن د بدلون وړاندیز هم وکړ.

امریکا د ۱۶ کلونو راهیسې په افغانستان کې په جګړه بوخته ده، خو اوس ترمپ غواړي د هغه هدف له پاره تازه تګلاره جوړه کړي، کوم چې د باراک اوباما د ادارې لخوا ورته پاتې دی. دغه هدف د افغان حکومت داسې حد ته رسول دي، په کوم کې چې دوی وکولای شي د خپل ځان دفاع په خپله وکړي.

په عین وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، جیم متیس تیره میاشت ویلي وو چې حکومت به ډیر ژر نوې ستراتیژي اعلان کړي. نوموړي په دې هکله وویل چې «دغه څه وخت نیسي. دا په دې معنی نه ده چې پخواني ولسمشران ټول نه پوهیدل. دا سخت کار دی نو له همدې امله باید په سمه توګه ترسره شي.»

سربیره پر دې متیس د همدې جون په میاشت کې ویلي وو چې «موږ جګړه» نه ګټو. د امریکا پخوانیو ولسمشرانو هم د افغانستان د ثبات او د امریکايي سرتیرو د ایستلو په هکله ډیرې هڅې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا ویاند مایکل انتون د یوې اعلاميې په خپرولو ویلي چې د «ولسمشر د ملي امنیت ټیم جنوبي آسیا له پاره د یوې هر اړخیزې او بشپړې ستراتیژۍ په جوړولو بوخت دی.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې له دې سره به په سیمه کې د مغلق وضعیت سره د لاس او پنجه نرمولو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو وړتیا لوړه شي. په اعلامیه کې راغلي دي: «پر دغه ستراتیژي باندې د بیلابیلو ادارو په هماهنګۍ په ډیر دقت سره کار شوی دی. که څه هم تر اوسه پورې کومه پریکړه نه ده نیول شوې، د ولسمشر تیم د هغه له پاره د داسې انتخابونو پر رامنځ ته کولو باندې کار کوي چې د دغې ډیرې مهمې سیمې ګواښونه او امکانات په ګوته کړي.»

هغه د دغه محرمې غونډې د جزئیاتو په اړه د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه. دغه غونډه تر هغه یوه ورځ وروسته چې ترمپ له داسې سرتیرو سره ډوډۍ وخوړه چې په افغانستان کې یې وخت تیر کړی وو، ترسره کیږي. ولسمشر ترمپ په غونډه کې سرتیرو ته په خطاب کې وویل: «زه غواړم له تاسو سره د افغانستان په اړه وغږیږم. تاسو څه فکر کوئ؟ نظر مو څه دی؟»

ترمپ بیا خبریالانو ته وویل: «دغه کسان چې هلته [په افغانستان کې] یې وخت تیر کړی دی، تر بل هر چې ښه [په حالاتو] پوهیږي.»

زموږ له ارشيف څخه: