1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان په اړه د ناټو پرېکړه گټه نه لري»

انترفکس/ن.ز۱۳۹۵ تیر ۲۳, چهارشنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينو ويلي دي چي هيواد ئې د روسيې- ناټو شورا په غونډه کي تيار دی چي د افغانستان په اړه همکاريو پر ښه کولو باندي بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/1JNzW
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ماڼۍ
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ماڼۍانځور: picture-alliance/ZB

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي چي دوی تيار دي د روسيې-ناټو شورا په غونډه کي يو له بل سره په افغانستان کي د همکاريو پر ښه کولو باندي بحث وکړي.

دغي سرچينې چي نوم ئې نه دی ښوول سوی انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ تیار يوو چي د همکاريو په برخه کي پر مشخصو وړانديزونو باندي بحث وکړ.»

هغه زياته کړه چي د افغانستان په اړه اړيکو کي روسيه له ناټو سره هر ډول همکاريو ته تياره ده.

پر دې سربيره هغه وويل چي په وارسا کي (د ناټو په غونډه کي) د افغانستان په اړه پرېکړه، په ځانگړې توگه د اوباما حکومت د پرېکړي له مخي تر ۲۰۲۰م کاله پوري د افغان امنيتي ځواکونو مالي ملاتړ به په افغانستان کي د سولي او ثبات په گټه نه وي.

هغه وويل: «د وسله والو طالبانو هغي غوښتني ته په کتو سره چي وايي پردي دي له هيواده ووځي، دغه پرېکړه په هيڅ ډول د افغانستان اوسني حالت ته بدلون نه سي ورکولای. او د ملي پخلايني په اړه خو اوس مهال څه ويلای نه سو.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت دغي سرچينې له انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کي زياته کړې ده چي له طالبانو سره د خبرو تار هغه مهال پرې سو چي د دغي ډلي مشر ملا اختر محمد منصور ووژل سو.