د افغانستان پر پارلمان د یو ستر بريد مخه ونيول سوه
۱۳۹۰ آبان ۲۳, دوشنبهد ملي امنيت د چارواکو په خبره، په هغو لسو کسانو کي، چي د پارلمان پر ودانۍ ئې د بريد په تور نيولي دي، څلور تنه ئې ځانمرگي بريد کوونکي ول.
د افغانستان د ملي امنيت رياست وياند لطف الله مشعل د دوشنبې په ورځ ( د نومبر ۱۴) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل، چي د ملي امنيت موظفينو په ځانگړو عملياتو کي يوه لس کسيزه ډله نيولې ده.
« دغي ډلي، چي څلور انتحاري واسکټونه څلور ميله کلاشنکوفونه او څلور تنه پاکستاني ځانمرگي بريد کوونکي ول، غوښتل ئې چي د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ ځانمرگي او وسله وال بريد تر سره کړي.»
د هغه په خبره دغه کستان د کابل په پل چرخي او مکروريانو کي نيول سوي دي.
د ښاغلي مشعل په خبره ځانمرگيو بريدکوونکو انتحاري صدرۍ د قرآن شريف په کارتنونو کښي داسي ځای پر ځای کړي، چي د کارتن په پای او سر کښي قرآن شريفونه او منځ کي واسکټونه ول.
هغه ويلي دي، چي د بريد اصلي طرح د نور احمد په نوم د کندهار ولايت د دامان ولسولۍ اوسيدونکی دئ، چي څو واري ئې پارلمان او د هغه څلور خواوي بررسي کړي وې.
د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي، چي دغه بريد هم د کوټي شورا له خوا رهبري کېدئ.
مشعل د بريد د څرگنوالي په اړه وويل، چي بريد کوونکو پلان در لودئ تر څو د پارلمان پر ساتونکو باندي د کلاشنکوف او لاسي بمونو په کارولو سره د پارلمان ودانۍ ته ننوزي او هلته ځانمرگي ځانونه والوزوي.
« ځانمرگي څلور سره د پاکستان اتباع دي، ټول بريد ته اماده ول، او نزدې و، چي خپل پلان تطبيق کړي.»
د ملي امنيت وياند زياته کړه، چي بريدکوونکي په پاکستان کي د لښکرطيبه او حرکت الانصار په مرکزونو کي تربيه سوې، او د هرډول سلاو د استعمال توان لري.
نوموړي ويلي، چي دغه ډله ډيره ښه تربيه سوې، او شپږ مياشتي د مخه دلته راغلې وه، تر څو د سيمي د ټولو اړخونو په اړه معلومات حاصل کړي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل