د افغانستان پخوانی پاچا خاوروته وسپارل سو
۱۳۸۶ مرداد ۲, سهشنبهاعلان
د پخواني پاچا د جنازې په مراسيمو کې د ولايتونود ولايتي شوراگانود استازو تر څنگ په افغانستان کې ميشتو کورډيپلوماتانو او بهرنيو ميلمنو برخه اخستي وه . چې وروسته هريوه پخپل وار سره و ولسمشر حامد کرزي او د ملت د بابا د کورنۍ د غړو سره خپله غمشريکي وښوده.
اعلحضرت ظاهر شاه په کال 1973 کې د داود خان د کود تا په نتيجه کې له ټولواکمنۍ څخه ليرې کړل سوی
او له هغه وخت راهيسي شاوخوا 29 کاله په ايټاليې کې اوسيدی تر څو چې د حامد کرزي د واکمنۍ په د وره کي د 2002 ميلادي کال د اپريل په مياشت کې بيرته خپل هېواد ته راستون سو چې د نوي اساسي قانون په لويه جرگه کې ورته د ملت د بابا لقب هم ورکړل سو.
محمد ظاهر شاه د 1933 ميلادي کال څخه بيا تر 1973 کاله پوري څلويښت کاله د افغانستان پاچاوو.
د کارپوهانو په وينا دده د واکمنۍ په څلوښت کلنه دوره کې يي د هېواد د پرمختگ زمينه برابره کړه چې د نوي اساسي قانون په جوړولو سره يی په هېواد کې د ولسواکۍ لپاره لاره هواره کړه.
ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د رې ورځې د ملي وير اعلان کړی او ويلي چې د رې ورځی به د افغانستان په ټولو ولايتونو او د باندي په سياسي نمايند گيوکي فاتحه واخستل سي او د افغانستان بيرغ به نيمه ځوړند وي.