د افغانستان پاپ سندرغاړی: هیله لرم چې اروپا افغان مهاجرین اخراج نه کړي
افغان سندرغاړی فرهاد دریا د خپل هنري سفر په ترڅ کې په آلمان کې دی. نوموړي د خپل کنسرت په څنډه کې له افغان ځوانانو وغوښتل چې مهاجرت ته مخه نکړي او له ستونزو سره په خپل هیواد کې مبارزه وکړي.
د فرهاد دریا هنري کنسرت، د آلمان د زیګبورګ په ښار کې ترسره شو.
په دې کنسرت کې په آلمان کې میشت ګڼ شمیر افغانانو، تازه راغلو مهاجرینو او آلمانیانو ګډون کړی وو.
د دې کنسرت یوه ځانګړتیا دا وه چې په آلمان کې میشت افغانان او تازه راغلي مهاجرین یې یو له بل سره یوځای کړل.
له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې فرهاد دریا وویل چې افغان ځوانان دې د مهاجرت پر ځای په افغانستان کې له ستونزو سره مبارزه وکړي.
دریا په دې مرکه کې همدا راز وویل چې مهاجرت د حل لار نه ده او هرچیرته چې یاست ستونزې به موجودې وي.
فرهاد دریا له دویچه ویله سره په مرکه کې همدا راز له اروپايي هیوادونو وغوښتل چې راغلي افغان مهاجرین دې نه اخراجوي.
نوموړی له اروپايي هیوادونو تمه لري چې د افغانستان او د دې هیواد د وګړو حالت دې درک کړي.
نوموړی همدا راز زیاتوي چې افغانستان او افغانان هم باید په اروپا کې د مهاجرت کړکیچ درک کړي.
فرهاد دریا هم کلونه مخکې مهاجر شوی وو او د مهاجرت شپې او ورځې یې تجربه کړي دي.
فرهاد دریا وویل چې هغه بیرته په ۲۰۰۳م کال کې وطن ته ستون شوی او نور مهاجر نه دی.
فرهاد دریا په اروپا کې میشت له تازه مهاجرینو وغوښتل چې ځانونه په ښه توګه په اروپايي ټولنه کې ادغام کړي او په دې هکله باید ډیرې هڅې وکړي.
تمه ده چې فرهاد دریا به په راتلونکو څو ورځو کې په ګڼ شمیر نورو اروپايي هیوادونو کې هم هنري کنسرتونه اجرا کړي.