"د افغانستان پالیسي پر خپل ځای پاته ده"
۱۳۹۰ اسفند ۱۲, جمعههغه په شیکاگو کې پر نړیوالو چارو د خپلې وینا وروسته خبریالانو ته ویلي دي: « هغه څه چې په تېرو څو اونیو کې تر سره شول هغه څه دي چې موږ ئې غندو او دا د منلو وړ نه دي.»
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د دوی پالیسي سمه ده او په دې کې پرمختگ لیدل غواړي.
په پام کې ده چې د مې میاشتې پر ۲۱مه نیټه به ناټو په شیکاگو کې خپله کلنۍ غونډه هم وکړي. دالدر ویلي دي چې د ناټو په دغه غونډه کې به ۲۸ غړي هیوادونه افغان ځواکونو ته د امنیت د مسئولیت د انتقال بهیر پر دویم پړاو خبري اتري وکړي.
لویدیځ چارواکي په دې هیله دي چې د بگرام په هوایي ډگر کې د قرآن شریف د پیښي تر سوځولو وروسته رامنځ شوی تاوتریخوالی به ژر پای ته ورسیږي، تر څو دوی نورو هغو چلینجونو ته چې په ۲۰۱۴م کال د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته پر مخ پراته دي ،خپله توجه متمرکزه کړي.
د تیرې شنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په انگړ کې د دوو امریکایي مشاورینو تر وژلو وروسته د ناټو هغه ستراتیژي چې د لویو پوځي قطعاتو ځای به په ملکي برخو کې بهرني مشاورین ډک کړي له شک سره مخامخ کړې ده.
تردغه پېښي وروسته ناټو په سملاسي توگه د افغانستان له ټولو ملکي ادارو څخه خپل سلاکاران په مؤقتي ډول را وایستل. د ناټو ځیني مشاورین اوس بیرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.
دالدر په خپلو خبرو کې دا هم ویلي دي چې د ناټو په راروانه غونډه کې به په اروپا کې د میزایلو د دفاعي سیستم پر نصبیدو هم خبري وشي چي اروپا د بالیستک توغندیو له خطر څخه وژغورل شي. خو هغه په دې اړه په ښکاره توگه د کوم هیواد نوم یاد نه کړ.
روسیې په رومانیه او پولینډ کې د دغو میزایلو پر نصبیدو احتجاج کړی دئ، خو دالدار وایي چې په دې اړه خبري اتري رواني دي چي د هغوی اندیښنې لیري کړای شي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم