د افغانستان ولسي جرګې ته د نوؤ نومول سوؤ وزيرانو نوملړ وسپارل شو
۱۳۸۸ دی ۱۹, شنبهد کابينې د نوي پيشنهاد له مخي د درو وزارتونو لپاره مېرمني نومول سوي دي او هغه پداسي حال کي چی په تېره نومول سوې کابينه کي صرف يوه مېرمنه نومول سوې وه.
د کابل د پوهنتون د استاد نصرت الله ستانکزي څخه مو وپوښتل چي ايا نوې څهرې د نوي تګلاري او نوي سياست مانا ورکوي او که څنګه؟
ستانکزي وويل چي تر يو سرحده به د نوؤ کسانو سره ښايي د ادارې د چلولو طرز هم بدل سي خو د حکومت اصلي او پراخه پاليسي چي ورته زیات کار سوی ښايي پر ځای پاتې سي.
ګرچه د نومول سوي کابينې زياتي څهرې نوي دي خو بيا هم د زياتو په هکله ويل کيږي چي د پخوانيو جنګي ډلو سره تړاو لري. ويل کيږي چي دغه کسان د جوړ جاړي په ترڅ کي د پخواني وسله والو مشرانو لخوا و حامد کرزي ته ورپېژندل سوي دي. د استاد ستانکزي څخه مو وپوښتل چي دغه خبره تر کومه ځايه درسته ده او بل دا چي ايا دغه کسان به حکومت ته زيات وفاداره وي او که د پخوانۍ وسله والو ډلو خپل مشر ته؟
په ځواب کي ستانکزي وويل چي په کابينه کي په رشتيا هم بعضي کسان د پخوانيو سياسي ډلو سره تړاو لري خو بيا هم تر يوې کچې د نومول سوو کسانو قابليت په پام کي نيول سوی دی. ستانکزي وويل چي تر يوې پولې پولي به ښايي بعضي وزيران په رشتيا هم د حکومت تر څنګ خپلو سياسي ډلو ته وفاداره وي.
د استاد ستانکزی وايي چي د کابينې بعضي غړي په څرګنده توګه د پخواني وسله والو ډلو سره تړاو لري.
پداسي حا ل کي چي د افغانستان د اولسي جرګې ځانګړې ناسته روانه وه، دغونډي بهير د افغانستان په بعضو تلويزيونو کي ژوندی خپرول کېدی. او د بعضو وکيلانو دا نيوکه وه چي له همدې وجې زيات وکيلان کوښښ کوي چي خبري وکړي او پدې توګه خپل ځان مطرح کړي.
په پام کي نيول سوې چي د پنج شنبې په ورځ به د نومول سوي وزيرانو د تصويب لپاره ولسي جرګه رايې واچوي. استاد ستانکزی وايي چي ښايي پدې واري زياتره وزيران تصويب کړل سي ولي چي د نوموړي په وينا ددې واري کرزي د ولسي جرګې د بعضو غړو سره ليدني کتني کړي دي او ښايي پدې توګه يې د بعضو ناراضه سياسي ډلو غوښتنو ته په خپله نومول سوې کابينه کي پام هم کړی وي.
د انرژۍ او اوبو د وزارت تر څنګ د مخابراتو د وزارت لپاره وزيران نن ندي معرفي کړل سوي. خو حکومت ژمنه کړې چي ژر تر ژره به ددغو دؤ پاتو وزارتونو لپاره هم وزيران ونوموي.
احمدولی اچکزی
کتونکی: صابر