«د افغانستان وضع د اندیښنې وړ ده»
۱۳۹۵ شهریور ۲۱, یکشنبهد آلمان د سوسيال دیموکرات ګوند سياستوال هنس پيټر بارتلز، په افغانستان کې له آلماني سرتېرو سره تر ليدني کتنې وروسته د «بلډ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «اوسنی ماموریت ډیر زیات خطرناک دی. زموږ سرتيري د کابل، مزار شريف او کندز تر منځ په الوتکه کې تګ راتګ کوي، ځکه د ځمکې لاره خطرناکه ده.»
ورځپاڼې د سيمي د وضعیت په هکله د یوه پټ راپور په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې طالبان په پرله پسې ډول د خپل فعالیت د پراخولو په حال کې دي.
د ناتو روزنيز ماموريت
د ۲۰۱۴م کال د دسمبر میاشتې په پای کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پوځي ماموريت تر پای ته رسیدلو وروسته، د آلمان پوځ د ناټو په چوکاټ کې د «قاطع ملاتړ» په نوم د افغانستان امنيتي ځواک ته د مشورو ورکونې او د دوی د ورزنې ماموریت پر غاړه واخیست.
د دغه ماموریت له پاره نږدې زر تنه آلماني سرتیري په پام کې نیول شوي دي. تمه کيږي چې د آلمان پارلمان به دغه ماموريت چې موده یې د روان کال په پای کې ختیمږي، د یوه بل کال له پاره هم وغځوي.
بارتلز وویل: «هغه باور لري چې په افغانستان کې به د یوې اوږدې مودي له پاره آلماني سرتېرو ته اړتیا وي، چې هلته پاتی شي. نوموړي زیاته کړه: «د افغان سرتېرو د مشاورینو په توګه د آلماني سرتیرو ماموريت به کلونه دوام وکړي. له دې ماموريت سره به دغه هیواد په ګډوډۍ کې له لیدلو څخه وژغورل شي.»
د جامو او ترانسپورتي ستونزې
د المان پارلمان ددغه استازي په خبره الماني سرتیرو شکایت کړی دی چې افغانستان ته د پرواز او یا هم بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو له پاره باید څو ورځې انتظار وباسي. دا ځکه چې له امریکایې الوتکو سره هوایې انتقالات تل ځنډني وي.
د المان د دفاع وزارت یوه ویاند د «بلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته ویلي دي چې دا ستونزه له ډیر پخوا څخه څرګنده وه. د بارتلز، په خبره یوه بله ستونزه چې د الماني سرتيرو د خفګان سبب ګرځیدلې ده، هغه د جامو کمښت دی. دوی ویلي دي چې د مختلفو سایزونو یا اندازو پتلونونه او کمیسونه نه لري.
نور مطالب