1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د افغانستان نا ارامۍ له فساده تغذيه کيږي"

۱۳۹۱ فروردین ۲۵, جمعه

د کار پوهانو په اند افغانستان تر يوې لسيزي جگړې وروسته او د نړيوالو د ميلياردونو ډالرو مرستو سره سره د فساد له لاسه د غرقېدو په حال کي دئ، چي دا د اقتصادي پرمختگ مخنيوی کوي.

https://p.dw.com/p/14dIb
انځور: Fotolia/Natalia D.

کارپوهان وايي چي په دغه جگړه ځپلي هيواد کي فساد دوو شيانو ته ډيره لمن وهي، لومړی د مخدره موادو سوداگرۍ ته، او دوهم خلک طالبانو ته ور نزدې کول او پر هغوی باندي باوري کول دي.

په افغانستان کي د فساد د ادارې رئيس محمد شفيق همدم وايي، چي فساد د افغانستان د ټولو ستونزو زړه دئ:

«که د افغانستان ملي اردو ته مخالف څوک ورننوزي دا فساد دئ. که په افغانستان کي دننه يا دباندي د مخدره موادو راکړه ورکړه کيږي دا فساد دئ.»

د يوه امريکايي ويب سايت“McClatchy“ د راپور پر اساس د جنورۍ په مياشت کي د افغانستان په شمال ختيځ کاپيسا ولايت کي يوه افغان سرتيري چي پنځه تنه فرانسوي ترينران ووژل هغه د پيسو په بدل کي له پوځ سره يو ځای سوی وو.

په افغانستان کي د اسيافونديشن موسسې يو تن کارکوونکی محمد قاسم حليمي وايي:«زه هيڅ وخت دا نه وايم چي په افغانستان کي ستونزه د امنيت نشتوالی دئ. بلکي تر ټولو ستره ستونزه فساد دئ.»

د ملگرو ملتونو د راپور پراساس د تيرکال په تاوتريخوالي کي شاوخوا ۳۰۰۰ تنه ملکي افغانان وژلي سوي دي، چي له دې شمېر څخه دريمه برخه ئې په کور کي د جوړسوو بمونو قربانيان دي:

«پوليس وسله وال جنگيالي نه نيسي، ځکه چي په فساد کي ډوب دي. که چيري هغوی وهم نيسي قاضي ته په پيسو ورکولو سره بيرته آزاد سي.»

د افغانستان د ستري حکمې يو پخوانی چارواکی، حليمي وايي چي په پنځه کلنه کاري دوره کي ئې د ۱۸۲ تنو قاضيانو د نيولو امرورکړی وو.

د ستري محکمې وياند عبدالوکيل عمري ويلي دي:«په تيرو پنځو کلونو کي مو د ستري محکمې ۲۰۷ تنه کارکوونکي، چي د هغو په ډله کي ۶۵ قاضيان او ۷۰ تنه اداري کارکونکي دي د فساد په تور له دندو گوښه کړي دي.»

د افغانستان يوه بله ستره ستونزه د مخدره موادو کښت دئ. په دې هيواد کي د نړۍ ۹۰ فيصده ترياک کرل کيږي.
د افغانستان د روغتيا وزارت يو تن کارکوونکی سيد حبيب بيا د مخدره موادو پر وړاندي د مبارزې وزارت له هغو ډلو سره په مرسته تورنوي چي د مخدره موادو کاروبار کوي.

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر عزيزالله لودين بيا وايي، چي فساد په لوړ پوړو دولتي ادارو کي دئ.

«تاسي وگوري ټولي دولتي مځکي چا لاندي کړي دي، د پاکستان او ايران څخه کډوال راغلي دي یوه خونه نه لري او موږ يوه ټوټه دولتي مځکه نه لرو چي هغوی ته ئې ورکړو.

په ۲۰۱۰ کال کي د افغانستان ستر خصوصي بانک چي د هيواد د ۸۰ فيصده مامورینو معاشونه ئې اجراکول ډيوالي سو، چي په هغه کي د ولسمشر کرزي او د هغه د مرستيال قسيم فهيم وروڼه هم شريکان ول. له دغه بانک څخه ۹۰۰ ميليونه ډالره پور اخيستل سوی دئ.

ډير لږوخت دمخه په کابل کي د سردار محمد داود خان د پوځي روغتون له بوديجې څخه ۴۲ ميليونه ډالره او د هرات کمرک د عوايدو څخه ۶۰ ميليونه ډالره تري تم سول، چي يوه ملي رسوايي ئې را منځ ته کړه.

آژانسونه/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: سيد رياض