«د افغانستان مسکا»، په آلمان کې د یوه افغان کډوال نندارتو
افغان خبریال او طنز لیکونکي برویز رحیمي، چې شپږ میاشتې مخکې آلمان ته رسیدلی دی، د «افغانستان مسکا» تر عنوان لاندې د انځورونو نندارتون پرانیستی دی. په فرانکفورت کې د دې نندارتون هدف د افغانستان یوه بله څیره ښوول دي.
افغان خبریال شپږ میاشتې مخکې آلمان ته ورسید خو تر هغې مخکې یې په افغانستان کې د طنز لیکوونکي او انځور اخیستونکي په توګه کار کوه.
دغه افغان ځوان که څه هم تر اوسه پورې په آلمان کې نه دی منل شوی خو په دې هیواد کې د عکاسي په برخه کې زده کړې کوي، او یو نندارتون هم پرانیستې ده.
د نندارتون جوړوونکی غواړي له دې نندارتون سره د افغانستان یوه نوې څیړه نړیوالو ته وپیژني.
په وروستیو وختونو کې ډیری افغان خبریالان د رامنځ ته شویو ستونزو له کبله د خپل هیواد پریښودو ته اړه شوي دي.
پرویز رحیمي غواړي له هغو افغان کډوالو ماشومانو سره مرسته وکړي چې غواړي نقاشي وکړي خو امکانات نه لري. دی وایي چې د نندارتون له لارې تر لاسه کړې پیسې به په همدې لار کې مصرف کړي.
د برویز رحیمي نندارتون د آلمان په فرانکفورت ښار کې پرانیستل شوی دی.
په نړیوالو رسنیو کې ډیری وخت د افغانستان د امنیتي پیښو په اړه رپوټونه خپریږي خو یو شمیر خبریالان بیا هڅه کوي چې د خپل کار له لارې د افغانستان یو بل انځور وړاندې کړی.
په افغانستان کې ډیری وخت انځور اخیستونکي د دې هیواد د ستونزو د انځورولو هڅه کوي خو پرویز رحیمي ټینګار کوي چې د دې هیواد د خوشحاله څیرې ښوول هم ډیر اهمیت لري.