1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان ماموریت آلمان ته هم بدلون ورکړ

وايگند/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ دی ۸, دوشنبه

په افغانستان کي د نړیوال امنیتي مرستندوی ځواک (ایساف) ماموریت په رسمي توگه پای ته ورسید. «دغه هیواد چې په خپل تاریخ کې یی ډيري مداخلې تجربه کړي، اوس بل ډول هیواد گرځیدلی. هغه آلمان ته هم بدلون ورکړ.» تبصره:

https://p.dw.com/p/1EC0B
انځور: DW/P. Henriksen

د دویچه ویله د افغانستان د څانگې مشر، فولریان وايگند تر دې عنوان لاندې یوه تبصره لیکلی ده: آیا«ماموریت تر سره شو؟» دا هغه پوښتنه ده چې سړی باید ځواب ورته پیدا کړي:

په افغانستان کې د کوکنارو حاصلات په بې ساري توگه زیات شوي او د طالبانو د بریدونو شمېر تر خپل چوکاټ وتلی دی. حتي په کندز کې چې د آلمان د پوځ د امنیتي حوزې اصلي سیمه وه، هم سږ کال په دوبي کې یاغیانو خپل بیرغ د یوې لنډي مودې له پاره، خو د خپل قوت د سمبول په توگه، پورته کړ. سربیره پر دې داسې ویري موجودې دي چې ښايي د طالبانو او د «اسلامي دولت» نومي ډلې تر منځ خبري رواني وې. د هیواد یوه ارته برخه له دولتي واکمني څخه چې هسي هم سخته په اختلاس او فساد لړلې ده، نه ، بلکي د ځايي جگړه مارانو اطاعت کوي. د پلازمینی حتي په ټینگو مرکزونو کې هم امنیت خوندي نه دی، په دغو ځایو کې هم ځانمرگي بریدونه تر سره کیږي. لنډه دا چې: بریالیتوبونه بل ډول ښکاري.

خو که سړې له یوې بشپړ ناکامۍ څخه خبره وکړي، دا هم صحیح نه ده. د ایساف ماموریت تر سیوري لاندي روغتونونه او ښونځي جوړل شول، ښونځيو ته د نجونو د تگ بهیر بې ساری دی. البته دا په لومړي سر کې د پرمختیايي مرستو برکت دي. د بهرنیو نړیوالو ځواکونو لکه د آلمان د پوځ په څير او له هغو سره د بې سارو مالي مرستو پرته، په نوموړی برخه کې بریالیتوب هم ممکن نه وو. له دې سره افغانستان بدلون پیدا کړ.

خو آلمان هم: کله چې ۱۳ کاله دمخه آلماني پوځ د هندوکش په لور مخه کړه، دا يې ډير ساده توب وو، چې گومان یی کاوه هغه د بالقان په څير یو ماموریت ته روان دی. داسي گومان کیده چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر تر۱۱مي وروسته طالبان ټکول شوي دي، افغانستان به ډير ژر د بوسنيا او کوسووا په شان امن شي او سړی به وکړای شي په پوره ډاډ په سړکونو اوبازارونو کې خلکو ته د شیرني ورکولو او د بیاروغانوي پروژو د پلانونو سره د هغوی زړونه راخپل کړي. د حیرانتیا خبره خو دا ده چې: د ماموریت په پیل کې عسکر حتي د زغروالو وسایلو څخه پرته په ځايي بازارونو کې په جاپاني موټرو سره د کندز په بازارونو کې کښنه پورته کیدل.

خو وروسته په لومړي سر کې د گزمو د لارو څخه گوښه په پټه ټوگه او بیا په ښکاره ډول بغاوت سر او سامان پیدا کړ. په ناڅاپي توگه الماني عسکر له هغو یاغيانو سره په جگړه کې ښکیل شول چې په سیمه کي بلد ول. په دې جگړه کې مرگ ژوبلي رامنځ ته شوې، ځیني آلماني عسکر له رواني ناروغیو سره خپل وطن ته بیرته ستانه شول او د افغانستان د جگړې ترخې او ویرونکي خاطرې يې د کورنیو د دسترخوان کیسې وگرځیدې. هو! دا «جگړه» وه، هغه یوه «ااصطلاح» چې آلماني سیاست والو د خپل هیواد د تاريخي پسمنظر په وجه تر ډيره وخته په خوله نه شوای راوړای. خو کله چې د سرتیرو تابوتونه آلمان ته راورسیدل، دوی هم ومنله چې هو ! دا «جگړه» ده چې په هغه کې «گوړي نه ویشل کیږي».

یوې پیښي د آلمان عامه ‌ذهنیت ته سخت ټکان ورکړ: یوه آلماني پوځي منصبدار کندز ته نژدې د طالبانو له خوا د تیلو پر یو تښتول شوي ټانکر باندي د بمبار امر ورکړ. په دې پیښه کې ولسي بیگناه خلک ووژل شول. په دې سره د خلکو په عامه ذهنیت کې د آلماني پوځ حیثیت او شهرت ته سخت تاوان ورسید. د آلمان د عامو خلکو په مینځ کې د افغانستان د ماموریت له پاره ملاتړ وار په وار کمزوری شو او سیاست نه پوهید چې څه ځواب ورکړي.

له دغو تجربو څخه د آلمان د اوسني بهرني سیاست کرښي وایستل شوې. په همدې وجه پر لیبیا باندي له هوايي ببماریو او په عراق او سوریه کې د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» پر ضد عملیاتو کې آلمان ځان پرشا کړ. آلمان یو «پاسیفیست» یا د «جگړې ضد» هیواد دی، البته نه یوازي د دوهمې نړیوالي جگړې د ملامتیا، بلکي اوس په مشخصه توگه د ایساف ماموریت په خاطر. په اوسني آلماني پوځ کې د عسکرو کابو یو نسل عملا د جگړې ډگر په خپل ځان تجربه کړ. هغه تجربه چې هغوی د دفاع وزارت ته ځان سره راوړې ده، هغه به اوس د المان پر سیاست باندي ډيره پراخه اغېزه ولري.

په عین وخت کې د آلمان فدرالي جمهوریت په دغه ماموریت سره خپل یو خوځښت هم پيل کړ، چې د هغه درول به ډير گران وي. هغه دا چې: تر دې وروسته به هم نړیواله ټولنه د آلمان په نړیوالو ماموریتونو کې د آلمان د ونډی انتظار لري، نه یوازي د افغانستان په نوي ماموریت کې، بلکي په عراق کې د کردانو له پاره په نوی ماموریت کې هم. د دغه ورستي ماموریت له پاره حتې د اساسي قانون د حکمونو تفسیر هم پراخ کړل شو، چې تر دې دمخه ساری نه لري. که څه هم په کردي سیمو کې د آلماني عسکرو ماموریت اوس یوازي د پیشمرگي جنگیالیو روزني ته محدود دی، خو د افغانستان ماموریت وښودله چې څومره ژر سرتیري په یوه جگړه کې ښکیل کیدای شي. دا چې آلمان له سولي سره د میني او په نړۍ کي د سیاسي مسئولیت اخیستني ترمینځ واټن څرنگه نژدې کولای شي، سړی باید انتظار وباسي.

افغانستان په خپل تاریخ کې ډير پردي لیدلي دي: فارسیان، یونانیان،مغلیان، عربان، انگلیسان، شورویان او د ایساف پوځيان. هر یوه په خپل وار سره لږ یا زیات په دغه هیواد کې خپلې نخښي نښانې پرې ايښي دي. خو په پای کې د تاریخ څپې تل پر پردیو اوښتي دي. او افغانستان افغانستان پاته شوی دی.