1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان ماموريت سخت خطرناک خو پر ځای او قانوني دی

۱۳۸۹ خرداد ۱, شنبه

د آلمان جمهوررئيس Horst Köhler د جمعې په ورځ ناببره افغانستان ته سفر وکړ. د څو لسيزو وروسته دا لومړی ځل دی، چي د آلمان د دولت يو جمهوررئيس افغانستان ته سفر کوي.

https://p.dw.com/p/NUkr
د آلمان جمهور رييس Horst Köhler او د هغه ميرمن steht Eva-Luise Köhler په مزار شريف کي د آلمان په پوځي هډه کي
د آلمان جمهور رييس Horst Köhler او د هغه ميرمن steht Eva-Luise Köhler په مزار شريف کي د آلمان په پوځي هډه کيانځور: AP

Köhler د خپل دغه سفر په ترڅ کي مزار شريف ته ولاړ چيرته چي د آلمان د پوځي ماموريت مرکزي مقر دی. هغه له دغه ماموريت څخه دفاع وکړه او هغه يي د افغانستان او آلمان لپاره مهم وګاڼه: «دا ماموريت سخت، خطرناک ، خو پر ځای او قانوني دي.»

د آلمان جمهور رييس چي ميرمن يی، Eva Luise هم ور سره ملګري وه، چين ته د خپل سفر څخه وروسته په ناڅاپي توګه افغانستان کي تم شول. د هغه سفر تر وروستي شيبي پوري پټ ساتل شوي ؤ.

په مزارشريف کي له خپلو پوځيانو سره د ليدني کتني په وخت کي کيولر وويل چي هغه د آلمان د پوځ پر سرتيرو له مسلکي لحاظه او هغه خدمت چي دويي په افغانستان کي سرته رسوي پوره باور لري. هغه وويل: «آلمان وياړ لري چي دوي په دي هيواد کي په خدمت ګمارل شوي دي.»

د آلمان سرتيري د افغانستان د شمال د سيمو د امنيت په ساتنه کي مرسته کوي. دغه سيمي چي په تيرو کلونو کي د افغانستان د جنوب او ختيځ سيمو په پرتله له نسبي امن څخه برخمنه وي، په وروستي مياشتو کي له سختو امنيت ګواښونو سره مخامخي شوي دي. د طالب اورپکو د فعاليتونو لمن کندوز او بغلان ته پراخه شوي ده. د اپريل په مياشت کی د پوځي عملياتو په ترڅ کي آلمانی سرتيرو ته سختي مرګ ژوبلي واوښتی.

د آلمان جمهور رييس په مزار شريف کي خپلو سرتيرو ته ډاډ ورکړ چي د هغوي خدمتونه د آلمان په ټولنه کی هير نه شي او ورته په درنه سترګه وکتل شي:

« زه تاسو ته ډاډ درکوم ، هغه څه چي زما په توان کي دي، د تاسو لپاره يي وکړم تر څو هغه څه چي تاسو يي د افغانستان لپاره، خپل پلارني وطن لپاره، د دي هيواد د خلکو لپاره او په ټوله نړي کي د امنيت لپاره سرته رسوي تري قدرني داني وشي.»

د آلمان جمهور رييس Horst Köhler په مزار شريف کي له خپلو پوځيانو سره د ليدني کتني په وخت کي
د آلمان جمهور رييس Horst Köhler په مزار شريف کي له خپلو پوځيانو سره د ليدني کتني په وخت کيانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان دولت په افغانستان کي نه يواځي د امنيت په ساتنه کي د ناتو له نور متحدينو سره په ګډه له خپلو 4400 سرتيرو سره ونډه لري، بلکه د افغانستان د بيارغاوني پروژوي کي هم مرسته کوي. د مزار شريف يو اوسيدونکي، جمشيد د آلمان غږ راډيو ته وويل چي هغه خوښ دي چي د آلمان جمهور رييس کيولر له افغاسنتان څخه ليدنه کتنه کوي. هغه د بيا رغاوني په پروژو کي د آلمان ونډه وستايله: « آلمان د هغو هيوادونو په سر کي ځاي لري چي افغانستان سره په وروستيو کلونو کي ډير څه کړي دي. هغه د افغانستان له حکومت او خلکو څخه ملاتړ کوي. زمونږ هيواد دغسي مرستو ته اړتيا لري.»

خو د آلمان په دننه کي د افغانستان پوځي ماموريت، خصوصا وروسته د يو لړ مرګ ژوبلو خخه شخړه ايز شوي دي. ډيري آلمانان په دي نظر دي چي د هغوي سرتيري د هندوکش د غرو له لمني څخه وايستل شي.

د آلمان جمهور رييس وويل چي هغه د خپلو خلکو انديښنو باندي پوهيږي ورسره تفاهم لري. خو يادونه يي وکړه چي په اوسني وخت کي له دغه ماموريت خخه سترګي پتي کيداي نه شي. Köhler په مزار شريف کي آلمان سرتيرو ته وويل:

« تاسي له ملاتړ څخه برخمنه ياست. خو مونږ کولاي شو چي ډير څه وکړو او بايد په دي لاره کي زيات څه وکړو ترڅو ستاسو له ماموريت څخه نه يواځي ملاتړ پراخ شي ، بلکه ورسره ليواليتيا هم ښکاره شی.»

د المان جمهور رييس افغانستان ته له لنډ سفر څخه وروسته، سمدلاسه پرون بيرته خپل هيواد ته ستون شو.

خبري آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي