1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان لپاره يوه بله ستونزه د کوڅو ماشومان دي

۱۳۸۹ فروردین ۵, پنجشنبه

د راتلونکي پرته د کوڅو ماشومان نه يوازې په کابل کې يوه بشري ننګونه ده، بلکي کيدای سي د ټولني لپاره هم په يوه درانه بار بدل سي...

https://p.dw.com/p/McBC
په کابل کي کاغذان ټولونکي ماشومان
په کابل کي کاغذان ټولونکي ماشومانانځور: AP

افغانستان د نړۍ پنځم بې وزله هيواد دی، چي په سلو کې 70 اوسيدونکي د يو ډالر نه د کښته عايد درلودونکي بې وزلي دي، او له نيمايي زيات بايد له دوو ډالرو نه په کم عايد ګوزاره وکړي. دا وضعيت په ماشوانو باندې تر ټولو زيات اغيز لري.

کوڅې د ډيرو لپاره اوس لکه د کور او کار ځايونه ګرځيدلي دي. لس کاله مخکي يواځي په کابل کې د شپيتو زرو په شاوخوا کي د پنځو څخه تر اتلسو کلونو د عمر خاوند ماشومان او تنکي ځوانان په کوڅو کي اوسيدل. خو اوس څوک نه پوهيږی چې څومره دی.

د دوی ډيري يتيمان دی، خو که پلار او مور هم ولري، د دوی وضعيت ناوړه دي، څنګه چې د «افيک» د ټولنې يوه غړې پلوشه حسن وايي:

« ډير دغه ماشومان د خپلو کورنيو د عايد راوړونکي دی. دا د دې معنا نه لری چې د کوڅو ماشومان دې هرومرو يتيمان وی، د دوی ډيرې پلار يا مور لری، ځينی وخت هم دواړه. خو له همدې امله چې ميندې او پلرونه دوی کوڅې ته ليږی، او يا يې مور خپله په کوڅه کې کار کوی، نو څوک نشته چې د دوی ريښتينې ساتنه وکړی.»

د لږو پيسو د لاسته راوړلو لپاره ماشومان په ورځ کې 16 ساعته کار او يا ګدايي کوی. دوی د هرڅه خرڅلاو کوی، پلاستيکی کڅوړې، ورځپاڼې او يا مستعمل شيان. د دوی کالی زاړه او څيرې دی او په ژمی کې يې لوڅې پښې په و]و راړی موزو کې وی. د جورابو لپاره پيسې نه لری. د دوی ډيري عاجلو روغتيايي مرستو ته اړتيا لری. د دوی ځينی په جنايتونو لاس پورې کوی او يا د جنايتکارانو ډلې لکه د «ګدايی د مافيا» ورنه ناوړه کار اخلی.

« ځينی ډلې او بانډونه هم شته. دوی ماشومان غلا ته مجبوروی. تر اوسه کوم لوی سيستم نشته، خو دا مهمه ده چې د دې په وړاندې په يو عمل لباس پورې شی، که نه نو دغه ډلې به ډير زر وده وکړی او جنايتونه به ډير زر زيات شی.»

له دغو ماشومانو ډيريو تر اوسه په ښونځي کې زده کړه نه ده کړې او کوم مسلک هم نه لری. اکثراً دوی خپل يواځينی چانس په اردو او پوليسو کې وينی. که څه هم چې د عسکرۍ عمر 18 کلني ټاکل شويدی، خو ډیر وخت د کم عمر خاوندان په غيرقانونی ډول ګمارل کيږی. نودلته هم دوی کومه روښانه راتلونکې نه لری او له ستونزو سره مخامخ دی.

ځينې داسې ټولنې شته چې په دې لاره کې کار کوی. لکه پلوشې غوندې کارکوونکي هڅه کوی ماشومانو ته په لوبو کې د موسيقۍ او يا نڅا له لارې نوې نړۍ وروښيي، نوې هيلې ورکړی. د کوڅې د ماشومانو يوې وړې برخې له نيکه مرغه د دې امکان پيدا کړی چې ښوونځي ته ولاړ شی. د بشری حقونو د ټولنې د ماشومانو د برخې يو کارکوونکی دې ته پاملرنه اړوی چې دغه ماشومان ساتنې ته اړتيا لری.

« ټول دغه ډول ماشومان په سترو ښارونو کې دی. او موږ هڅه کوو چې وضعيت کنټرول کړو او ماشومان له زورزياتي او ګواښ څخه وساتو.»

خو دا مرستې په درياب کې يو څاڅکی دی. فعالين په دې نظر دی، تر څو چې په کابل او په عمومی ډول په افغانستان کې سياسی او اقتصادی وضعيت بدلون ونه مومی، د ماشومانو په وضعيت کې به هم بدلون رانشی.

Malek /Reimann/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل