د افغانستان لپاره د امريکا نوې ستراتيژی
۱۳۸۸ فروردین ۴, سهشنبهپه دغه نوي ستراتيژي طرحه کي اساسي بدلون به دا وی چي امريکایان بايد له دی تصوره څخه تير شي چي دوي به په افغانستان کی د پوځي لاري څخه دغه جګړه ګټلاي شي، نو کله که امريکايان «دا تصور، چي جګړه به هرو مرو د پوځي لاري څخه وګټي، يوي خواته پريږدی، په دی صورت کی به دوي پخپله نوي ستراتيژي کي، د افغانستان د جګړي څخه د پيښی ايستلو په شمول، په ټولو امکانا تو باندی فکر وکړی».
دغه خبره اوباما د یکشنبي په ورځ د دغه هیواد CBS د تلويزيون سره په يوه مرکه کي کړيده. اوباما پخپله دغه مرکه کی دا هم وايی چي د امريکي متحده ایالتونه به په راتلونکی کي د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته زیاته پاملرنه وکړي.
د همدی روان ميلادی کال د آګست په میاشت کی په افغانستان کی د ولسمشري ټول ټاکنی پلان شوی دي. د دي لپاره چي په دغه حساسه موقع کی په افغانستان کی د امنيتي وضع د زیات ويجاړتياو موخه نیول شوی وی، نو اوباما په لمړی سرکی دا پریکړه وکړه چی افغانستان ته 17000 نور امریکايی عسکر هم واستوی. چي د دغه عسکرو په لیږلو سره به د هندوکش په لمنه کي پروت هيواد افغانستان کی د امريکايي عسکرو شمير 55000 ته ورسیږي. دغه امریکايي عسکربه د نړيوال سوله ساتونکي هغه ځواکونو سره چي د نورو هیوادونو له خوا افغانستان ته استول شوي دي د تند لارو طالبانو او د القاعدی د سازمان په ضد مبارزی ته دوام ورکړی.
تند لاری به ونشی کړاي زمونږ په منځ کي درز واچوي :
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکي دمتحده ایالتونو خاص استاذي ريچاد هولبروک پرون په بروکسل کی د ناتو نوروغړيو هيوادونو ته د افغانستان په هکله د خپل هيواد د نوی ستراتيژي طرحی مهم ټکي تشريح کړی دي. هولبروک لمړي په بروکسل کی د ناتو د لوي منشی دي هوپ سخيفر سره کتلی او بياپه بروکسل کی د ناتو د نورو غړیو هیوادونو دسفيرانو سره. هولبروک Guardian په نامه د انګريزی ژبي ورځپاڼۍ هغه خبر چی ويل شوي و، امريکايان او اروپايي متحدين يی غواړی په افغانستان کی د ځواک د انډول د برابرولو لپاره د ولس مشر حامد کرزی تر څنګ په افغانستان کی د یوه لمړي وزير د ټا کلو امکانات هم برابر کړی يوه آوازه بللي.
Reuter/ ضياالحق فضلي
کتونکی: وردګ