1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان له پاره د آلمان نوې پرمختيايي ستراتيژي

سيد رياض/ ميريم۱۳۹۲ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

د ۲۰۱۴مېلادي کال تر پایه پوري له افغانستان څخه د نړیوال مرستندوی ځواک (ايساف) وځي. خو په دغه هیواد کي لا بشپړ سیاسي ثبات نشته. آلمان سبا يوه نړيوال کنفرانس ته خپله ستراتيژي وړاندي کوي.

https://p.dw.com/p/1BNHM
انځور: AP

تر اوسه پوري یوازي دا خبره روښانه ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري به ټول بهرني جنگي سرتیري له افغانستان څخه ووځي. د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتي له ۳۱ نېټې څخه به د ټول افغانستان د امنیتي چارو مسئولیت په خپله افغان امنيتي ځواکونه پر غاړه ولري. او پتېيل شوې ده چې په ۲۰۱۵ کال کې به بيا يو شمېر بهرني ځواکونه يوازي د یوه روزنیز ماموریت په چوکاټ کې په دغه هیواد کې میشته شي.

دا چې په راتلونکو میاشتو کې به په سیاسي وضعیت کې څرنگه تحولات رامنځ ته شي، اوسن يې وړاندوینه گرانه ده. دا هغه څه دي چې د آلمان حکومت او غیر دولتي سازمانونو له پاره ستونزي جوړوي.د آلمان د پرمختیايي چارو وزیر گېرت مولر، چې د مسیحي سوسیال گوند سیاستوال دی، د مارچ میاشتې پر ۱۲ او ۱۳مه نېټه به په برلين کي د افغانستان په اړه په يوه ستر نړیوال کنفرانس کې تر ۲۰۱۷مېلادي کاله پورې خپله نوې پرمختیاي ستراتیژي وړاندي کړي.

په دغه کنفرانس کي به د افغانستان او آلمان پر حکومتي استازو سربيره د ملگرو ملتونو، د آلماني او نړیوالو مرسته کوونکو سازمانونو استازي دوې ورځي د افغانستان د راتلونکي پرمختیاي مرستو په اړه سلا مشورې وکړي. خو پوښتنه دا ده چې دغه ټاکل شوی وخت د دې کار له پاره مناسب دی او که نه. کېدای شي د افغان حکومت رابلل شوي استازي ښايي په دې اړه ډېر لږ څه د ویلو له پاره ولري، ځکه د روان کال د اپریل میاشتې پر پنځمه نېټه په افغانستان کې د ولسمشرۍ له پاره ټاکني تر سره کیږي.

د ټاکنو پایلې به د پرمختیایي گډ کار پر چار چوکاټ باندي پریکړنده نقش ولري. د افغانستان له پاره د لوږي پر ضد د مبارزې نړیوالي آلمانۍ مرستندويي ټولني کار کوونکی کلاوس لومن له دویچه ویله سره په خبرو کې وويل: «که چیري یو ډیر سخت دریځه حکومت رامنځ ته شي، نو طبعي خبره ده چې د یوه سیکولار کاندید د واک ته رسیدو په پرتله، موږ ځان باید بل ډول عیار کړو.» د لوږې پر ضد د مبارزې نړیواله ټولنه له ۱۹۹۲م کال راهیسې په افغانستان کې حضور لري.

کلاوس په خپلوخبرو کې وړاندي ویلي دي: «زموږ له مهمو مسایلو څخه یو هم په افغانستان کې د مدني ټولني پياوړي کول دي. په تیرو لسو کلونو کې په دې برخه کې پوره مرستي نه دي شوي. خو موږ له تیرو درو کلونو راهیسي د مدني ټولنو له فعالینو سره مرستي کوو، څو هغوی پیاوړي شي.»

د ښځو فعالاني
د ښځو فعالانيانځور: DW/H.Sirat

د ښځو د حقوقو پیاوړي کول

د آلمان حکومت له افغانستان سره د گډ کار په برخه کې «د نړیوالو بشري حقونو پلي کول او د مدني سیاسي ټولني عصري کولو» ته د مهمو مسایلو په سترگه گوري. دغه څه د روان کال په پيل کې د آلمان پارلمان ته د پرمختیایي اقداماتو په وړاندي شوي رپوټ کې راغلي دي.

په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د زیاتیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. یوازي د ۲۰۱۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر۴۰۰۰ زیاتي پېښي ثبت شوي دي او د تاوتریخوالي عاملین په مستقیمه توگه د کورنۍ له غړو سره تړاو لري. دا په داسي حال کې ده چې په ۲۰۰۹م کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پرضد قانون هم تصویب شو.

د څښاک پاکي اوبه او خوراکي مواد

د کوچنيانو ورځنی ژوند
د کوچنيانو ورځنی ژوندانځور: DW/H. Sirat

دا چې په اوسطه توگه په افغانستان کې هره ښځه شپږ کوچنيان زیږوي، ښکاره ده چې د دې هیواد په گړندۍ توگه مخ پر زیاتیدونکی نفوس د څښاک د پاکو اوبو او خوراکي موادو په برخه کې د موجودو ستونزو د له منځه وړلو له پاره عاجلو اقداماتو ته اړتيا ده.

پر دې سربیره له گاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه د شاوخوا درې میلیونه کډوالو راستنیدل دي. په دې اړه کلاسو لومن زیاتوي: «په ۲۰۱۴ / ۲۰۱۵م کال کې بله توجه د کډوالو او د کورني بې ځایه شوو کسان بیرته راستنیدو ته متوجه ده. اوس هم په ایران او پاکستان کې کابو درې میلیونه افغانان اوسیږي. پاکستان تر ۲۰۱۵ کاله پوري افغانانو ته په دغه هیواد کې د اوسیدو اجازه ورکړې ده. که چیرې دغه ټول کسان بیرته افغانستان ته ستانه شي، نو له هغوی سره به د مرستي کولو په برخه کې دا لوی چيلينج وي.»

آلمان غواړي چې تر ۲۰۱۶م کاله پوري د پرمختیایي مرستو په برخه کې هر کال له افغانستان سره ۴۳۰ میلیونه یورو مرسته وکړي. دغه پیسې باید د کرهڼي، اوبو او انرژۍ د تامین، زده کړو او روغتیايي خدماتو په برخه کې مصرف شي.

د آلمان حکومت د افغانستان په شمال کې د نوو ولایتي روغتونونو او همداشان په لیرې پرتو کليو او بانډو کې د نورو روغتيايي مرکزونو په رامنځ ته کولو کې پانگونه کړې ده. تر ۲۰۱۷م کاله پوري په اهدافو کې د نرسانو د روزني تر څنگ د پولیو یا گوزڼ ناروغۍ له منځه وړل هم شامل دي.