د افغانستان له پاره د آلمان د مرستو نوې ستراتيژي اعلانيږي
۱۳۹۲ اسفند ۲۱, چهارشنبهد آلمان د پراختیايي چارو وزير گرد مولر، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ مياشتي ۱۲) په برلين کي وويل چي په افغانستان کي اوس هم اداري فساد «ستره ستونزه ده.» د هغه په خبره د يوې ښې حکومت والۍ له پاره بايد تلاش وسي.
د آلمان د پراختيايي چارو وزارت نن چهارشنبه په برلين کي په يوه دوه ورځني نړيوال کنفرانس کي له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۷ کاله پوري له افغانستان سره د مرستو نوې ستراتيژي وړاندي کوي. په دغه کنفرانس کي د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخېلوال هم گډون کوي.
دغه پلان تر ډېره ځايه له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د پراختيايي همکاريو د تنظم له پاره جوړ سوی دی.
د آلمان د پراختيايي چارو وزير وويل: «ايساف ځي او موږ پاتيږو. موږ به د افغانانو د اعتماد وړ همکاران پاته سو.»
د آلمان د پراختيايي چارو وزارت د معلوماتو له مخي دغه وزارت له افغانستان سره د خپلو مرستو په نوې ستراتيژي کي ډيري پيسي د کرهڼي په برخه کي کار کوولو ته ځانگړي سوي دي. دغه راز به د «ښووني او روزني» برخي ته هم ډېره پاملرنه وسي.
آلمان غواړي په ځانگړې توگه د افغانستان په شمال کي خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي. په پلان کي ده چي د روان مېلادي کال تر پايه پوري به له افغانستان څخه ټول بهرني جنگي عسکر ووځي.
آلمان غواړي چي تر۲۰۱۶مېلادي کاله پوري د پراختیایي مرستو په برخه کي هر کال له افغانستان سره ۴۳۰ میلیونه یورو مرسته وکړي. دغه پیسې باید د کرهڼي، اوبو او انرژۍ د تامین، زده کړو او روغتیايي خدماتو په برخه کي مصرف سي.
د آلمان حکومت د افغانستان په شمال کي د نوو ولایتي روغتونونو او همداشان په لیري پرتو کليو او بانډو کي د نورو روغتيايي مرکزونو په رامنځ ته کولو کي پانگونه کړې ده.
تر۲۰۱۷مېلادي کاله پوري په اهدافو کي د نرسانو د روزني تر څنگ د پولیو یا گوزڼ ناروغۍ له منځه وړل هم شامل دي.