د افغانستان لس کلن پېښليک
۱۳۹۰ مهر ۱۵, جمعهد ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د مياشتي پر ۷ د امريکا متحده آيالتونه پر طالبانو باندې بريدونه پيلوي، ځکه چې هغوی اسامه بن لادن او القاعدې ته پناه ورکوي.
د ۲۰۰۱ کال د نومبر پر ۱۳ د طالبانو ضد شمالي ټلواله کابل ته ورننوځي.
د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر د مياشتي پر ۵ نېټه مختلفې افغاني ډلې په بن کې د منځمهالې حکومت د جوړولو تړون لاسليکوي، چي مشري يې حامد کرزی کوي.
د ۲۰۰۲ کال د جون د مياشتي پر ۱۱ نېټه يوه لويه جرگه جوړيږي، او حامد کرزی د منځمهاله حکومت د مشر په توگه ټاکي.
د۲۰۰۲ کال د جون د مياشتي پر ۱۹ حامد کرزی د ولسمشرۍ د يوې ۱۸ مياشتنۍ دورې لوړه کوي.
د ۲۰۰۴ کال د اکتوبر پر ۱۹ د ولسمشرۍ ټاکنې. کرزی ګټونکی اعلانيږي او د ډسمبر پر اوومه نېټه لوړه کوي.
د ۲۰۰۶ کال د جولای پر ۳۰ د ناټو ځواکونه د افغانستان په جنوب کې امنيتي مسؤليت په غاړه اخلي او د افغانستان له ډاډمن شمال او لويديځ څخه سويل ته مخه کوي.
د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر د مياشتي پر ۵ نېټه د ناټو په چوکاټ کي د ايساف ځواکونه په ټول هېواد کې امنيتي چارې په غاړه اخلي.
د ۲۰۰۷ کال د جولای پر ۲۳ نېټه پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه ومړ.
د ۲۰۰۸ کال د جون پر ۱۲نېټه بسپنه ورکونکي هېوادونه د پاريس په غونډه کې د شل مليارډو ډالرو ژمنه کوي، خو ټينګار يې دا دی، چي کابل بايد د اداري فساد په وړاندې مبارزه وکړي.
د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ پر ۲۷ نېټه په زرګونو امريکايي ځواکونه د افغانستان په ختيځ کې دوو کليدي ولايتونو ته مخه کوي، چي د جورج بوش د ادارې د ستراتيژۍ يوه برخه ده.
د ۲۰۰۹ کال د فبرورۍ پر ۱۷ نېټه د متحده آيالتونو د نوي ولسمشر بارک اوباما په امر ۱۷۰۰۰ نور سرتېري افغانستان ته استول کيږي.
د ۲۰۰۹ کال د مارچ پر ۲۷ نېټه اوباما اعلان کوي چې ۴۰۰۰ نور سرتېري به افغانستان ته استوي تر څو افغان امنيتي ځواکونه وروزي او پوځي اډو ته اکمالات وکړي.
د ۲۰۰۹ کال د اگست پر ۲۰ نېټه په افغانستان کي ولسمشريزې ټاکنې.
د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر پر ۱۹ نېټه د ټاکنو څارونکي وايي چې د ټاکنو يو بل پړاو ته اړتيا ده ځکه چې د درغليو په تور د ملګرو ملتونو د يوې څېړنې په پايله کي، د کرزي په پلوۍ رايې تر ۵۰ سلنو کښته اټکل شوې دي.
د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر پر ۲۰ نېټه د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کوي چي، د عبدالله او کرزي تر منځ د ټاکنو دويم پړاو تر سره کيږي.
د ۲۰۰۹ کال د نومبر پر ۱۹ نېټه عبدالله د نومبر د ۷ نېټې د ټاکنو له دويم پړاو څخه په شا کيږي. کرزی په بله ورځ بيا ولسمشر اعلانيږي.
د ۲۰۰۹ کال د نومبر د مياشتي پر ۱۹ نېټه حامد کرزی د دوهم وار لپاره د ولسمشرۍ لوړه کوي.
د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه ولسمشر اوباما پرېکړه کوي چې ۳۰۰۰۰ نور امريکايي سرتېري افغانستان ته واستوي او ټوليز شمېر يې يو لک ته ورسوي.
د ۲۰۱۰ کال د جون پر ۲ نېټه، د قومي مشرانو يوه جرګه د کرزي د هغه پلان څخه ملاتړ کوي چې له مخې يې د منځلارو طالبانو سره د سولې د يو تړون په اړه خبرې کيږي.
د ۲۰۱۰ کال د جولای د مياشتي پر ۲۰ نېټه، افغان ځواکونه د يوې نړيوالې غونډې په وينا تر ۲۰۱۴ م کاله پوري د افغانستان امنيتي مسؤليت په غاړه واخلي.
د ۲۰۱۰ کال د نومبر د مياشتي پر ۲۰ نېټه اوباما په لومړي ځل وايي، د هغه موخه داده چي په افغانستان کي جنگي ماموريت تر ۲۰۱۴ کاله پورې پای ته ورسوي او تر هغې پورې د امريکايي ځواکونه شمېر راټيټ کړي.
د ۲۰۱۱ کال د می د مياشتي پر ۲ نېټه اساما بن لادن په ابټ آباد کې وژل کيږي، چې د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه په ۶۰ کيلومترۍ کې موقعيت لري.
د۲۰۱۱ کال د جولای د مياشتي پر ۱۲ نېټه احمد ولي کرزی، چې د افغان ولسمشر ناسکه ورور دی، د يو ساتونکي لخوا وژل کيږي.
د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر د مياشتي پر ۲۰ نېټه، يو سړی چې وايي د طالبانو استازی دی د سولې د عالي شورا له مشر برهان الدين رباني سره ګوري او هغه د يوې چاودنې د لارې په خپل کور کې وژني.
آژانسونه/ نسیم صابر
کتونکی: نجيب الله زیارمل