1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان لانجه يوازي له پوځي لاري نه سي حل کيدای

۱۳۸۸ فروردین ۲۰, پنجشنبه

په افغانستان کي د امريکا او ناټو ستر قوماندان ويلي بهرنيان بايد وښيي چي په افغانستان کي زموږ موجوديت په دي مقصد دی چي غواړو د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو...

https://p.dw.com/p/HU75
امريکايي عسکر په افغانستان کي د ګزمې پر مهال
امريکايي عسکر په افغانستان کي د ګزمې پر مهالانځور: AP

په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو او ناتو ستر قوماندان خپلو سرتيرو ته ويلي دي چي د افغانانو زړونه دی لاس ته راوړي نه دا چي يواځي د ياغيانو د وژلو په لټه کي وي، دا هغه يوه ستراتيژي ده چي په عراق کي د متحده ايالاتو د پوځ له خوا طرح او د عمل په ډګر کي پلي شوه.

په داسي حال کي چي د افغانستان په ځينو برخو کی په تيرو دوو کلونو کي طالبانو او نورو ياغيانو خپل فعاليتونه تند کړي او د لويديځ تر ملاتړ لاندي افغان حکومت يي تر فشار لاندي نيولي، زور زياتيو نور قوت موندلي.

جنرال McKiernan وايي: « د عملياتو اصلي موخه بايد له خلکو سره مرسته وي او تر څنګ يي غليم د بريدونو هدف وګرځي».
جنرال McKiernan وايي: « د عملياتو اصلي موخه بايد له خلکو سره مرسته وي او تر څنګ يي غليم د بريدونو هدف وګرځي».انځور: AP

د متحده ايالاتو د پوځ جنرال David McKiernan د ناتو د ځواکونو په نامه په دري پاڼي لرونکي سند کي چي عنوان دي« د ياغيانو پر ضد د مبارزي لارښوونه» ليکلي دي:

« تاسي بايد وښيي چي په افغانستان کي زمونږ موجوديت په دي مقصد دی چي غواړو د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو».

دغه سند د چهارشنبي په ورځ د رويتر د خبري آژانس په اختيار کي کيښودل شو. جنرال McKiernan وايي:« د عملياتو اصلي موخه بايد له خلکو سره مرسته وي او تر څنګ يي غليم د بريدونو هدف وګرځي».

وروسته له هغي چي د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما د افغانستان په وړاندي خپله ستراتيژي اعلان کړه، تيره اوني دغه سند د وسلوالو خدماتو لپاره د سنا د مجلس کميتي ته د جنرال McKiernan د آمر، جنرال Petraeus David له خوا وړاندي شو.

ترهغه پوري چي Petraeus د هغي کميتي په وړاندي شهادت نه ؤ ورکړي، دغه سند نه ؤ بربنډ شوي. خو نوموړي کميتي هغه د رويتر خبري آژانس ته واستاوه. په دي سند کي هغه پوځي لاري چاري منعکس شوي چي په عراق کي د جنرال Petraeus د قومانداني په وخت کي پري ټينګار کيده. اوس نوموړی د امريکا د مرکزي قومانداني په سر کي ځاي لاري کومه چي له منځني ختيځ څخه نيولي ترمرکزي او جنوبي آسيا پوري د نړي په بي ثباته سيمو کي د امريکايي ځواکونو د عملياتو څارنه کوي.

«پوځ بايد له خلکو څخه ساتنه وکړي او د غوره حکومتوالي، پراختيا او برياليو سياسي نتايجو لپاره لاره هواره کړي».
«پوځ بايد له خلکو څخه ساتنه وکړي او د غوره حکومتوالي، پراختيا او برياليو سياسي نتايجو لپاره لاره هواره کړي».انځور: AP

جنرال McKiernan په دغه سند کي اعتراف کوي او وايي:« د افغانستان لانجه يواځي او يواځي له پوځي لاري حل کيداي نه شي. دي لانجي ته بايد سياسي حل ولټول شي.» هغه زياتوي:«په عين وخت کي پوځ بايد له خلکو څخه ساتنه وکړي او د غوره حکومتوالي، پراختيا او برياليو سياسي نتايجو لپاره لاره هواره کړي».

په افغانستان کي د ناتو او امريکايي ځواکونو دغه قوماندان په خپلي

« لارښوونی » کي خپلو سرتيرو ته يادون کوي چي د غليم په لټه او څارنه کي به نيمګړتيا نه کوي، خو بايد په دي لاره کي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو د مخ نيوي لپاره به ځانګړي پاملرنه کوي، هغه څه چي تر اوسه پوري د افغانانو د قهر او غوسي سبب شوي دي.

هغه په خپل سند کي ليکي:« حتمي ده چي تل تناسب، لازم زغم او د عملياتو په وخت کي په پوره توان او ځيرتيا سره له توپير څخه کار واخيستل شي.»

امريکا متحده ايالات په اوسني وخت کي کابو 38 زره سرتيري افغانستان کي لري او غواړي چي د روان ميلادي کال ترپايه پوري 30 زره نور پر هغو ورزيات کړي.

رويتر/ حکيم

کتونکي: ياسر