1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان فابریکې د تړلو له ګواښ سره مخ دي

میرویس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۴, شنبه

د افغانستان یو شمیر تولیدي فابریکې چې د طالبانو د حکومت را پدې خوا جوړي شوي دي، د تړلو له ګواښ سره مخامخ دي. په اوسني وخت کې په صنعتي ښارګوټو کې په سلګونو فابریکي فعالیتونه کوي، چې له بیلا بیلو ستونزو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/18dqL
انځور: Getty Images

په همدا تیرو دوو اونیو کې په کابل کې پنځه لویې فابریکې چې په کې د پلاستیکي توکو او د میوو د پروسس د تولید فابریکې شاملې وي هم له سقوط سره مخامخ شوي دي.

د فابریکو د مالکونو په وینا د بریښنا نه شتون، د ګمرکي تعرفو لوړوالی او تر څنګ يي د حکومت نه ملاتړ او امنیتي ستونزي هغه لاملونه دي چې د نورو تر څنګ یي د فابریکو بقا له ګواښ سره مخ کړي ده.

خو د دې تر څنګ د فابریکو خاوندان وايي چې د ګاوندي ایران او پاکستان مداخلې هم د هرات او کابل د یو شمیر فابریکو د په ټپه دریدو لامل شوي دي.

د هرات د چاکلیټو جوړولو د فابریکو دوو تنو خاوندانو له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې ایران د ډمپینګ (په مصنوعي توګه د قیمتونو راټیټول) پالیسۍ د دوی کاروبار له ماتې سره مخ کړی دی او ښايی ورته په ملیونونو ډالره زیان واړوي.

اوس مهال په افغانستان کې د خوراکي موادو، دارو درملو او یو شمیر ساختماني اقلامو تر څنګ د تزینې توکو او موټرسایکلونو د جوړیدو یو شمیر فابریکې فعالي دي. خو په دغه برخه کې لر لید ډیر تت دی.

د افغانستان د سوداګرو او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزی وایي حکومت هغسي چې په کار وه د پانګوالو ملاتړ نه دی کړی نو ځکه ډیری فابریکي یا سقوط شوي او یا هم د ړنګیدو په درشل کې دي.

د الکوزي په خبره حتی د غالیو صنعت هم له ګواښ سره مخ دی او ګاونډیانو ډیری افغان دودیز غالۍ اوبدونکي خپلو هیوادونو ته ور بللي تر څو هلته پانګونه وکړي. هغه زیاته کړه:

«مونږ د کال اته ملیارده ډالر واردات لرو او ۴۰۰ ملیونه صادرات لرو، زمونږ غالۍ د سقوط سره مخ دي، دا صنعت د پای ته رسیدو په حال کې دی، مونږ د یوه بحران پر لور روان یو او باید حکومت د سوداګرو غږ واوري او وړاندیزونه یي وڅیړي.»

ولې خلک بهرني توکي رانیسي؟

د افغانسان په مارکیټونو کې ډير کم افغاني تولیدات لیدل کیږي. خلک وايي دوی ځکه بهرني توکي رانیسي چې بیه یې ټیټه او کیفیت یې لوړ دی. خو د هرات د صنعتي ښارګوټي د خوراکې توکو د تولید د فابریکې مالک میرافضل وايي د افغانی محصولاتو کیفیت او بیه د بهرنیو په پرتله مناسبه ده، نو ولې حکومت بهرنیو توکو ته د راتګ اجازه ورکوي.

د فابریکو د خاوندانو د ستونزو د هوارولو په اړه د سوداګرۍ وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل وویل، کوم توکي چې له پاکستان او ایران څخه راځي پر کورني صنعت هیڅ راز بد اغیز نه لري. د هغه په وینا دلته د آزاد بازار پالیسي حاکمه ده او فابریکه لرونکي او سوداګر به خامخا د رقابت اصل په پام کې نیسي. هغه زیاته کړه:

«یو شمیر توکي چې له ایران څخه راځي لکه شیشه یي محصولات، خوراکي توکي او نور داسي اقلام که له ایران څخه را نه شي له پاکستان څخه راځي دا زمونږ په صنعت کوم منفي اغیز نه لري.»

افغان دولت د کورنیو تولیداتو د ودې له پاره تیر کال د ګمرکي تعرفو د معافیدو تر څنګ په اومو صنعتي موادو د مالیې اخیستلو پالیسي هم لغوه کړه.

حکومت ګمان کوي چې په دې کار سره به له ملک څخه د پانګو د تیښتې مخه ونیسي او تر څنګ به یې خلکو ته د کار روزګار زمینه برابره شي.