د افغانستان شمال اوس د جګړې ډګر ګرځېدلی
۱۳۸۹ فروردین ۳۰, دوشنبهافغانستان په شمال کي هغه مهم سړکونه تيريږي،چي د ګاونډي هيوادونو ازبکستان او تاجکستان څخه د ناټو و قواؤ ته اکمالات رسول کيږي.
قندوز هم د اکمالاتي لارو له پلوه د بهرني ځواکونو لپاره ډېر مهمه دی. د طالبانو د بريدونو له وجي اوس د شمال پر اکمالاتي لارو وناټو ته د اکمالاتي سامان رسد د ګواښ سره مخامخ سوی دی.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو پخوانی استازی ټام کيونيګس وايي چي په شمال کي د طالبانو ستونزې ته بايد پخوا لا پاملرنه سوې وای: پخوانيو تحليلونو په واضح توګه دا په ډاګه کړې ول، چي د افغانستان په شمال کي اته داسي ولسوالۍ سته چيري چي ترهګر ځای پر ځای سوي دي او ددغو سيمو امنيت ته ګواښ ګرځېدلي دي.بايد هغه وخت لا چا د دې چاره کړې وای. د بېلګي په توګه پدغو سيمو کي بايد د پوليسو قومندانۍ جوړي سوي وای او په کلواو بانډو کي بايد بيا رغونه سوې وای. موږ دا ونه کړل او اوس يې د ناسمو پايلو سره مخامخ يو.
د افغانستان په شمال کي د بهرنيو ځواکونو مشري د الماني پوځ په غاړه ده. المانی پوځ پدغو سیمو کي د څه باندي شپږو زرو عسکرو مشري په غاړه لري، چي د پنځو هيوادونو سره تړاو لري.
امريکايان غواړي چي اوس دغې سيمي ته د شپږو زرو په شاوخوا کي نور عسکر او جنګي سامان ولېږدوي. داسي اټکل کيږي چي په ټول افغانستان کي څه باندي شل زره طالب وسله وال سته. کله چي د افغانستان په جنوب کی پر دوی حلقه تنګه سوه نو دوی اوس د افغانستان و شمال ته مخه کړېده.
دا چي امريکا د الماني پوځ څخه کومي غوښتني لري هغه د ايساف قومندان سټېنلي ميک کرسټل له وړاندي لا په ښکاره ويلي دي: چي امریکايان غواړي المان خپل عسکر د جګړې لپاره وروزي او د افغانستان په شمال کي د امريکا د ممکنه ستر پوځي عملياتو په ترڅ کي ورسره کومک وکړي.
په المان کي اوس زيات کسان وايي چي المان بايد د جګړې د لغت په وړاندي خپل آند کي بدلون راولي: د سوله ساتني د ماموريت په ترڅ کي مهمه خبره داده چي د سوله ساتونکي پوځ په کورني هيواد کي پدې هکله بحثونه وسي او خلکو ته تشريح کړل سي چي هلته څه کيږي او څنګه کيږي.
د المان حکومت غواړي چي و شمالي افغانستان ته نور ټانکونه ولېږدوي. پدغو سیمو کي په دنده بوخت الماني عسکر دغو ټاکنو ته سخته اړتيا لري.
Steffen, Margret/ احمد ولي اڅګزی
کتونکی. زيارمل