1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان سره بيا د ملياردونو ډالرو مرستي ژمنه وسوه

۱۳۸۷ خرداد ۲۴, جمعه

که ددې پيسو ستره برخه دافغانستان حکومت ته ور نه کړل سي، ددې هيواد ربړي به حل نسي

https://p.dw.com/p/EJ8U
په پاريس کي د افغانستان سره د نورو مرستو د نړيوالي غونډي په پای کي يولړ سندونه لاسليک سول
په پاريس کي د افغانستان سره د نورو مرستو د نړيوالي غونډي په پای کي يولړ سندونه لاسليک سولانځور: AP

بياهم په پاريس کي افغانستان ته دمرستي په غونډه کي دملياردونو ډالرو مرستي ژمنه وسوه. د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د آسيا د برخي مشره مېرمن زيبيلا ګولته شرويدر يوه تبصره کړي او په لومړي سر کي پوښتنه کوي چي، آياداغونډه يوازي ددې لپاره بريالۍ وه؟ سړی په ډاګه ويلای سي چي نه . ځکه چي په پخوانيو وختو دا ښودلې ده چي افغانستان په يوه ديموکرات هيوادباندي بدلول يوازي ورته پيسې کفايت نه کوي.

دطالبانو د رژيم تر نسکورېدو څه نا څه 7 کاله وروسته لا دډيرو زياتو پيسو دلګېدو سره سره دهغه هيواد په ډيرو سيموکي امنيتي وضعه ښه نده. دغه ډول يې اقتصادي وضعه هم ښه نده .

ګولته ليکي، افغانستان دغريبو هيوادوپه په کتار کي ډير لوړمقام لري يوازنۍ ساحه چي رښتيا ډيره وده پکښي سوې ده هغه دکوکنارو کرل دي. دمدني ټولني بيارغونه ډيره ورو ورو روانه ده. اوديموکرات تاسيسات په زياتېدونکي ډول خپل اعتبار له لاسه ورکوي اودکرزي حکومت ته تر هرڅه ډير په افغانستان کي درشوت اوله وسايلو څخه دسم کار نه اخيستلو پېغور ورکول کيږي

اولسمشر کرزی او د فرانسې جمهوررييس نيکولاس سرکوزي د پاريس په غونډه کي
اولسمشر کرزی او د فرانسې جمهوررييس نيکولاس سرکوزي د پاريس په غونډه کيانځور: AP

په داسي يو حالت کي دافغانستان جمهوررييس يو 5 کلن پلان وړاندي کړی اودهغه دترسره کولو لپاره50 مليارده امريکايي ډالره غواړي. ددی طرحي سره غواړي چي هيواد ديوديموکرات راتلونکي په لور بوزي . پدي شرت چي پيسې رښتيا حکومت ته په لاس ورکړل سي اولکه تراوسه پوري دهغه لويه برخه په مخامخ ډول دريمو سازمانونوته ولاړي نسي .

مېرمن ګولته وړاندي ليکي، خبره داده که ددې پيسو ستره برخه دافغانستان حکومت ته ور نه کړل سي، ددې هيواد ربړي به د50 ملياردو ډالرو سره په 5 کالو کي حل نسي. نوموړې زياته وي، مخکي تر دې چي دغه وعده سوي پيسې ورکړل سي بايد ددې بيلانس را ويستل سي چي، کومو پانګه اچونو دا هيواد وړاندي بيولی ،اوچېري پيسې پرته له کومي ګټي خاوري ايرې سوي دي، اوولي هغه هلي ځلي چي پدې هيواد کي دسولي دراوستلو لپاره سوي دي کافي نه وې. اوڅنګه سړی داخبره ډاډه کولای سي چي د بيارغوني لړۍ په رښتياسره دافغانستان خلکوته ګټه رسولای سي.؟

داوسنۍ ناوړه اوخرابي وضعي لپاره ډير دليلونه سته اويوازي ، د افغانستان حکومت پدې برخه کي مسؤل ندی، ځکه چي دمرسته کونکو هيوادونو ترمينځ هم کوم تنظيم نسته. ډيری دمرستي ټولني له يوبل سره له کډکار او دکار له تنظيم پرته همداسي د يو بل په څنګ کي کارکوي اوله يوبل سره تنظيم سوې يوه عمومي طرحه نه ليدل کيږي اوتل بيا بيا دپوځي عملياتو له امله رسېدلي تاوانونه دخلکو ترمينځ بد بينۍ مينځ ته راوړي

د نړيوالو هوايي ځواکونو لخوا په نجراب کي يو بمبارد سوي کور
د نړيوالو هوايي ځواکونو لخوا په نجراب کي يو بمبارد سوي کورانځور: AP

مېرمن ګولته په دې باور ده او ليکي چي، که سړی واقع بینه وي نړيواله ټولنه دافغانستان دديموکراتېدو دلړۍ دمالي اوپوځي ملاتړ څخه پرته بله کومه لارهم نلري . ځکه چي په افغانستان کي به دافراطيانو بريالي کېدل دسيمي لپاره ډير تاوانونه له ځان سره راوړي. خوداټول يوازي په هغه صورت کي اغيزناک ثابتيدای سي چي، سره تنظيم سوي او ديوې عمومي طرحي په چوکاټ کي وي . چي په هغه کي د افغانستان حکومت هم ځان پدې مکلف کړي چي دښه حکومت کولو په لاره کي زياتره کاروکړي .که دا شرايط ترسره نسي نوافغانستان ته دمرستي دکولو دبلي غونډي دجوړيدو پروګرام جوړ دی،اوافغانستان دخپلي سيمي لپاره دامنيتي خطر په څنګ کي دبې بيخه کوزې حيثيت پيداکوي، نودپاريس دغونډي برياليتوب پدې کي پروت دی چي پدې وضعي باندي ټول پوه سي اورعایت يې وکړي يوازي د همدې واقيعت منل ټولو برخوالوته په ملياردونو ارزښت لري.