د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله وستايله سوه
۱۳۹۰ بهمن ۲۰, پنجشنبهدICC د نړيوالي ادارې مشر تيم اندرسن، د افغانستان د کرکيټ لوبډلي برياوي په داسي حال کي و ستايلې چي افغانستان د لومړي ځل له پاره له پاکستان سره خپلي نړيوالي يوه ورځينۍ لوبي ته تياری نيسي.
دغه لوبه په شارجه کي ترسره کيږي او د افغانستان له پاره ډير اهميت لري. د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي لوبغاړو د مهاجرت په وخت کي په پاکستان کي د کرکيټ لوبه زده کړې ده.
اندرسن ويلي دي چي ICC د افغانستان د کرکيټ له لوبډلي څخه خوشاله دئ. د هغه په خبره د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله ښيي چي يوه لوبډله څرنگه کولای سي چي په سختو شرايطو کي هم کاميابۍ تر لاسه کړي.
يوولس کاله کيږي چي د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي د ICC غړيتوب تر لاسه کړی دئ. افغانستان په ۲۰۱۱ کال کي نړيوالو لوبو ته د لار موندلو په سياليو کي شپږم مقام وگټئ او له همدې کبله ئي د نړيوالو يوه ورځينيو لوبو د ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه.
افغانستان دغه راز په ۲۰۱۰ کال کي نړيوالو شل اوريزو لوبو ته هم لاره پيدا کړه. په دغه کال افغانستان د انترکانتينتل لوبو اتل هيواد شو او په اسيايي لوبو کي ئي دوهم مقام ترلاسه کړ.
افغانستان د ۲۰۰۹ کال راهيسي ۱۹ يوه ورځينۍ لوبي تر سره کړي دي چي ټولي ئې له داسي هيوادونو سره وې چي هغوی د نړۍ دوهمي لوبډلي دي. خو دا لومړی وار دئ چي افغانستان د پاکستان له ملي لوبډلي سره چي نړيواله اتلوي ئې هم ترلاسه کړې ده يوه ورځينۍ لوبه کوي.
اندرسن ويلي دي چي د افغانستان له پاره دا ډيره مهمه خبره ده چي د نړۍ له پياوړو لوبډلو سره لويي لوبي تر سره کړي.
د ICC د نړيوالي پراختيا د ادارې مشر تيم اندرسن، دغه راز ويلي دي چي ICC غواړي په چين او متحده ايالاتو کي کرکيټ ته لا ډيره وده ورکړي.
مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانسو)
کتونکی: نجيب الله زيارمل