1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د کانو د قراردادونو د شفافيت تلاښونه روان دي

۱۳۸۹ آذر ۱۴, یکشنبه

د افغانستان دولت هڅي پيل کړې تر څو د استخراجي صنايعو د شفافيت له سازمان سره په پيوستون، د داوطلبۍ او شفاف استخراج دپاره زمينه برابره کړي.

https://p.dw.com/p/QQ9J
انځور: AP

د استخراجي صنايعو د شفافيت سازمان چي مقر يې په ناروې کي دی، د معادنو شفاف ستخراج په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.

دا په داسي حال کي ده چي د مس عينک د کان د استخراج تر قرارداد وروسته چي د ام سي سي د جينايي کمپنۍ سره وسو امريکايي کمپنيو ادعا وکړه چي دې قرارداد شفافيت نه درلودی او د ام سي سي شرکت په رشوت ورکولو سره دغه قرارداد تر لاسه کړی. هغه موضوع چي د معادنونو د وزارت لخوا رد سوې ده.

افغان دولت وايي چي که چيري په دې هڅو کي بريالی سو چي ددې سازمان غړيتوب تر لاسه کړی نور به خپل ټول قراردادونه ددې سازمان د لاره وکړي او دغه راز به د کمپنيو و شکايتونو ته هم ددې سازمان د لاره جواب وويل سي.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال د معادن د وزير وحيدالله شهراني سره په يوه خبري غونډه کي وويل چي دواړه وزارتونه په دې تلاښ کي دي چي د ستخراجي صنايعو د شفافيت سازمان غړيتوب ترلاسه کړي.

د هغوی په خبره دوه کاله وخت غواړي چي افغانستان د نوموړي سازمان غړيتوب ترلاسه کړي.

د افغانستان د کانو وزير دغه راز وويل چي دغه وزارت په تيرو اتو مياشتو کي کوم قرارداد نه دی لاسليک کړی ولي د مدرن کولو په حال کي دی تر څو کارونه په سم ډول تر سره سي.

وحيد الله شهراني وويل چي داسي يو سيسټم جوړيږي چي تر دې وروسته د ټولو قراردادونو پيسي د ماليې وزارت ته سپارل کيږي چي په دې ترتيب سره د اختلاس او اداري فساد مخنيوی هم کيږي.

د شفافيت سازمان د غړيتوب هلي ځلي په داسي حال کي ډيري سوي چي د وروستيو براوردونو په اساس په افغانستان کي په ملياردونو ډالرو د معادنونو د شتون خبري کيږي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل