1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ښوونې او روزنې وزير ښاغلی حنيف اتمر سره مرکه

۱۳۸۵ بهمن ۲۳, دوشنبه

دويچه ويله ! تاسی د افغانستان د ښووني او روزني د ښه کولو له پاره څه کړي او په راتلونکي کي څه په پام کي لرۍ؟ اتمر: موږ په تيرو اوه و مياشتو کی خورا زياتي هڅي وکړي،چې د افغانستان د ښووني او روزني د يو نوي نظام له پاره يوه کړنلاره او پروگرام جوړ کړو.

https://p.dw.com/p/DMpH
انځور: AP

له لوي خدای نه ډیر شکر گزار يم چې دا پروگرام مو په پای کي جوړ کړ او څو اونۍ مخکی د ولس مشر له خوا څخه اعلان شو. اوس دا پروگرام د راتلونکو پنځوو کلونوله پاره تيار شوې دې،چې په کي اته کوچني پروگرامونه لرو. لومړې پروگرام مو دادی چې په راتلونکو څلورو کلونو کي د زده کونکو شمير په ښوونځيو کي د اوسني حالت څخه،چې پنځه اشياره څلور ميلونه دی د اټکل له مخی اوه نيم ميلونه ته ورسيږي. د دي مانا دا ده چې هم ښوونکي زيات کړو او هم نوي ښوونځي جوړ کړو،هم د نجونو شمير په ښوونځيو کي زيات کړو او هم د ښوونځيو له پاره هغه ضروريات چې دی هغه برابر کړو.

دويم د پام وړ پروگرام مو دادې،چې د افغانستان د ښوونی او روزني نصاب مطلق اصلاح کړو او نوی نصاب ورته جوړ کړو. په خاص ډول د ثانوي دوری له پاره او د اسلامي تعليماتو له پاره او د دي نظام کي په نظر کي نيولو سره بايد د ښوونکو روزنه وکړو،چې دا زموږ دريم کوچنې پروگرام دې،چې په خدمت کي دننه يا داخل خدمت پروگرام مو جوړ کړې دې.

دويم مو د نوی ښوونکو له پاره دې چې هغه تر اوسه پوري نه دی گمارل شوی او پوهیدونکي گڼل کيږي،چې په هر ولايت کي د دوي له پاره يو خاص دارالمعلمين جوړ شي او د دوي روزنه وکړی. بل مو د اسلامي تعليماتو پروگرام دې،چې په هر ولايت کي موږ بايد ديني مدرسي په مدرن او معاصر ډول جوړی کړو،چې په هغه کي نه يوازي ديني علومو زده کړه وشي بلکي نوی علوم هم حتی د کمپيوتر او تر بهرنيو ژبو پوری تدريس کړای شی.
په پای کي پروگرام مو دادې،چې د دری اویازره نوی جوړو شوو ټولگيو بندوبست وشي.تر څو چې د هر کلي او هری سيمي له پاره ښوونځي وی. نووروستې پروگرام مو په عمومي کړنلاره کي دادې، چې د معارف اداره اصلاح کړو، که چېری په معارف کی يوه اصولی پاکه او اغيزمنه اداره نه وي نو دا پروگرام په کي عملي کیدي نه شي.

دوېچه ويله: د ښوونی او روزني وزارت د ښوونکو د ژوند د کچی د لوړ والي له پاره څه په پام کی لری،ځکه مدام اوريدل شوی چې په ډيرو ولایاتو کی ښوونکو په اعتصاب لاس کړې. دوی ته د دوه دوه نیم زره افغانېو په شا اوخوا کی ورته امتیازات نه دی ورکړل شوی،په دی هکله تاسي څه په پام کی لرۍ؟

که مو په ياد وی لومړۍ ستونځه داده،چې ښوونکو ته اوه مياشتي مخکي تنخوا گاني نه رسيدلي. هغه د هغه وخت ستونځه وه،هغه مو حل کړه او علت يې دا ؤ چې سمه بود جه نه وه جوړه شوی محاسبه صحيح نه وه. همدا چې وزارت ته راغلمه لومړې کار مي دا ؤ،وروسته له دی چې ښوونځي وساتم نو په سرکي بايد د ښوونکو تنخواگانو غم وخورم. او اوس تنخوا شکر د خدای په فضل په ټولو ولاياتو کي په ټاکلي وخت سمي رسيږي. بله ستونځه دا وه، چې د ښوونکو تنخوا گانی بايد زياتی شي هغه لا تراوسه پوری د ټولوحل شوي نه ده. یوازی موږ په دی وتوانيدو چې د ارالمعلمينونو د ستاذانو،د دیني مدرسود استاذانو اود حرفوي تخنيکي ښوونځيو د استاذانو تنخوا گاني موزياتي کړي. پخوا د دوي تنخوا گاني په منځني ډول دري دري نيم زره افغانۍ وی. اوس د اته زره نه تر دولس زره پوری د دوي د تنخواگانو اعلان وشو او اوس په عملي ډول دا دری څلور ورځي مخکي ما د دوی تنخوا گاني، په خپله دوی ته ورکړی.
دريمه مرحله د دی پروگرام به دا وي چې ټولو ښوونکو معاشونه زيات شي. خودا په يو کال کي نه کیږي اوسنې پروگرام چې دولت لری دا دې چې په پنځه کاله کی د ټولو مامورينو تنخوا گانی هر کال په ټاکل شوی اندازی زيات شي.
په دی ډول چې ښکته تنخوا گاني به څلور زره افغانۍ پوری وی او پورته تنخوا به ترڅلويښتو زروپوي رسيږي،نو دا پروگرام تر لاس لاندی دې. البته دا يوازي د معارف نه دې د ټول دولت دې. خوپه معارف کي د اټکل له مخی په سلو کی پنځه پنځوس د ملکي مامورينو په دی وزارت کي دی. نور پروگرامونه له لاس لاندي لرو،د ښوونکو د ژوند د ښه والی له پاره تر ټولو مهم پروگرام هغه د کور مسله ده. موږ اوس دا کار پيل کړی چې ښوونکو ته په هر ولایت او ولسوالۍ کی زمکه ورکړو او د دی تر څنگ دويمه برخه د دی پروگرام مو پيل کړی، ښوونکو ته بايد پورونه ورکړو،چې خپل کورنه پری جوړ کړي. خو په خواشينۍ سره په دی پروگرام کی مو تر اوسه پوری کوم برياليتوب نه دې تر لاسه کړې.
خو زه په ټول ځواک سره کار کوم،چې د راتلونکي کال له پاره کم له کمه د مثال په ډول دوه دری زره ښوونکو ته موږ داسي پورونه ورکړو،چې دوی پری کورونه جوړ کړی.

دوېچه ويله: په وروستيو کي طالبانو د هیواد په سويل کي په يو شمير ولسواليو کي د ديني ښوونځيود جوړولو يادونه کړی وه. ايا حکومت د هيواد په سويل کي په لرو پرتو ولسواليو کي واک نه لری او که ښوونځي نه دی فعاله،چې طالبان د ښوونځي د جوړولواعلان کوی؟

اتمر:لومړې د افغانستان هيڅ يو ولايت د دوي په لاس کي نه دې،چې دوی هلته مدرسي جوړی کړي. دويم دوی ويلي ووچې موږ لومړې د هلکانو له پاره مدرسي جوړوو بيا د نجونو له پاره. دوی چې کله شپږ اوه کاله په قدرت کي وو نو کله يې کومه نجلۍ پريښوده ښوونځي ته ولاړه شي،چې اوس به يې پريږدی.
د دوي منافقت په دی کي دې، اوس څه خبره شوي په هغه وخت کي يې نه پريښودی چې اوس يې پريږدي.

دريمه مسله په دی خبره کي دا ده، طالبانو دا ادعا کړي چې موږ يو ميلون ډالر لرو او غواړو چې ښوونځی پری جوړ کړو. نو سړې بايد دا پوښتنه وکړي،چې دا يو ميلون ډالر دوی له کومه کړل. ايا دا د مخدره موادو د قاچاق پيسی دي اوکه له کوم تروريست څخه يې دا پيسي اخستي دی.
ايا دوی دا فکر نه کوی چې د افغانستان خلک به هيڅ کله خپل اولاد هغسي ښونځي يا مدرسي ته ونه ليږي چې د قاچاقو په پيسيو جوړ شوې وی. او يا د ترهگرۍ اعمالوپه پيسو،چې دا يو حرام کار دې.
د دوی منافقانه اعلان په دې خاطر دې،چې دوی غواړی ځني تروریستي مدرسي له هيواده بهر دی هغه دننه هیواد ته راوړي. زموږ پيغام ورته څرگند ؤ،چې نور به موږ پري نه ږدو افغانستان کي بياد تروريستانود روزنی له پاره، په نامه د مدرسي يا ښونځي کوم شي جوړ شي،دا کاربه موږ هيڅکله پری نه ږدو.
که دوی د افغانستان له خلکو سره صادقه وی، نو هغه موجوده ښونځيوته دی اور نه وراچوی. دوی خو تراوسه پوری يو سلو اتيا ښوونځي سوزولي دی.
د افغانستان خلک له دوی څخه دا پوښتنه کوی چې دا ښوونځي ولي سوزوئ،چې په ښووونځيو کي مدرسي او جوماتونه هم شامل وو نو له دوی سره مو څه دښمني ده.

دوېچه ويله: طالبانو په وار وار رد کړي،چې د ښوونځيو سوزول زموږ کار نه دې. په لرو پرتو ولسوالیو کي د طالبانو اعلان،چې موږ هلته ښوونځي جوړو، دا د دی مانا لری چې دولت هلته واک نه لری. لکه په هلمند يا واشير، په نوزار یا په سنگین ولسوالیو کي، خلک غواړي خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي؟

اتمر: لومړې استاذان نه حاضريږي له بيري خلک ډاريږي. نو دوی څوک ډاروي خو همدا تروريستان به وی. ځکه همدوي ووچې استاذان يې ووژل او اوس دوی غواړي عالم او استاذ نه وی چې هغه په افغانستان کي د دی هيواد بچي ته سبق ښيې. نوڅوک راولوبهرنې ښوونکې يا کار پوه
دا خو دافغانستان خلک ورسره نه مني. نو که دا دعوه زه لتاسي سره ومنم،چې يوه سيمه دی د دوی په لاس کي وی او هلته دوی خپل ښوونځي جوړوی نو مانا داده چې دوی ښونځي نه جوړوي بلکي ښوونځي يا خاصي مدرسي جوړوي،چې په هغه کي دوی خپلي خاصي موخي لري. مله موضوع دا ده چې په واشير کي مو ياده کړه هر څومره ښوونځي چې غواړي او هر شمير ښوونکي چې غواړی هغه زه ورکوم. دوی هيڅ دی ته اړه نه لري،چې د وطن د ښمنانانو نه مرسته وغواړی.
اود وطن دښمنان که چيري ريښتیا غواړی چې دا ثابته کړي نو بايد دا ښونځي ونه سوزوی اوکه چېري دوی يې نه مني چې موږ يې نه سوزوه و، نوبيا څوک يې سوزوي. ځکه دا ښوونځي هم هلته سوزول شوی چې طالبانوويلي زموږ په لاس کي دی.
ياني هلمند،کندهار، اورزگان اوزابل کي. تاسی هلته د سيمي له خلکو نه وپوښتۍ،چې دا ښوونځي چا سوزولي. دوی به په خپله درته وواي،د وطن دښمنانو چې پر ځان د طالب نوم ږدی هغوی سوزولي.