1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان د ژورناليستانو فدراسیون» جوړ سو

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۱ بهمن ۱, یکشنبه

د خبريالانو اتحاديې تر څلورو کلونو تلاښونو وروسته په دې بريالۍ سوې چي خپل فعاليتونه «دافغانستان د ژورناليستانو فدراسيون» تر عنوان لاندي متحد کړي. د دغه فدراسيون مسئولانو وويل چي اصلي هدف ئې د خبريالۍ په برخه کي همږغي ده.

https://p.dw.com/p/17NpC
انځور: DW

د دغه فدراسيون مسئولان وايي چي په افغانستان کي د خبريالانو او رسنيو د کارکوونکو شمېر نزدې لسو زرو کسانو ته رسیږي، خو د هغوی د حقونو د دفاع له پاره کوم بنسټ نه وو موجود.

د دغه فدراسيون يو تن غړي فهم دشتي وويل: «بلاخره دې پريکړي ته سره ورسېدو چي موږ بايد تر يوه ستر چتر لاندي کار وکړو. تر دې وروسته به داسي څوک وي چي د خبريالانو له حقونو او آزاديو څخه دفاع وکړي.»

د بيان آزادي
د بيان آزاديانځور: AP

دغه فدراسيون د يکشنبې په روځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۲۰) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل، چي اوس د خبريالانو اتحاديې خپل عمده فعاليتونه د دغه فدراسيون تر چتر لاندي پر مخ بيايي.

په پام کي ده چي دغه بنسټ به په خپلواکه توگه فعاليتونه ولري. خو په دې شرط چي فعاليتونه د افغانستان د ژورناليستانو د فدراسيوه له هدفونو سره په ټکر کي نه وي.

د فدراسيون هدفونه

د دغه فدراسيون مسئولانو وويل چي اصلي هدفونه ئې د بيان د آزادۍ، آزادو رسنيو، د خبريالانو د حقونو، معلوماتو ته لاس رسئ او د خبريالۍ په برخه کي د قوانيونو د ښه کولو ملاتړ دئ

په هغه اعلاميه کي چي د دغه فدراسيون له خوا خپره سوې ده، راغلي دي: «د افغانستان د ژورناليستانو فدراسیون به تلاښ کوي، چي په ټول هيواد کي ژورناليستان او د رسنيو کارکوونکي تر دغه چتر لاندي سره راټول کړي، چي وکولای سو په قوت او اعتبار سره نور هم د بيان د آزادۍ دفاع وکړو.»

د ژورناليستانو فدراسيون اعلان کړی دئ، چي په پام کي ده هغه اتحاديې چي اوس د خبريالۍ په برخه کي فعاله دي تر خپل چتر لاندي راولي.

د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحاديه، د افغانستان د ژورناليستانو او خبريالانو ملي اتحاديه، د جنوبي آسيا د آزادو رسنيو ټولنه يا سفما، د جنوبي آسيا د ښځينه ژورناليستانو ټولنه، د افغانستان د آزادو ژورناليستانو ټولنه، د افغان ژورناليستانو د دفاع کمېټه، د افغانستان د خبريالانو د مصؤنيت کمېټه او د آزادو رسنيو د ملاتړ اداره يا نی د دغه فدراسیون غړي دي.