د افغانستان د ټاکنو په کميسيونو کی بدلون راغی
۱۳۸۹ فروردین ۲۸, شنبهد افغانستان جمهور رييس حامد کرزي د شنبي په ورځ د ټاکنو د خپلواک کميسيون لپاره نوي چارواکي وټاکل.
د کرزي له دغه اقدام څخه ملګرو ملتو هرکلي کړی او په دي ډول هغه يوي شخړي ته د پاي ټکي کيښود چي له لويديح سره د راتلونکو پارلماني ټاکنو پر سر پيدا شوي وي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون د رييس په توګه د ستري محکمي پخواني قاضي، فضل احمد معنوي وټاکل شو. کرزي د ټاکنو د شکايتونو د اوريدو د کميسيون لپاره دوه تنه بهرنيان چي يو يي له جنوبي افريقا او بل يي له عراق څخه دي وټاکل. مخکي له دي کرزي غوښتل چي بهرنيان د شکايتونو د اوريدو په کميسيون کي غړيتوب ونه لري. د افغانستان جمهور ريسس له خپل دغه تصميم سره نړيوال فشار ته غاړه کيښوده. مرسته کونکو هيوادنو ګواښ کړي ؤ که چيري پارلماني ټاکنو لپاره د درغليو د مخنيوي په برخه کي د ټاکنو په دواړو کميسيونو کي بدلون را نه منځ نه شی، هغوي به د مرستو له ورکړي څخه ډه ده وکړي.
د کرزي وياند وحيد عمر يو مطبوعاتي خبري کنفرانس ته وويل:
« مونږ هيله من يو چي د ټاکنو د خپلواک کميسيون د يو نوي مشر له او همدا راز د شکايتونو په کميسيون کي د نوو غړو له ټاکلو سره نړيواله ټولنه راضي شوي وي او د افغانستان د وږي د مياشتي له پارلماني ټاکنو څخه ملاتړ وکړي او خپلي مالي ژمني ور سره وکړي.»
په افغانستان کي د ملګرو ملتو د نمايندګي، يوناما، نوي مشر، Steffan Mistura وويل ، د افغانستان د ټاکنو د کمیسیونونو نوی اعلان د هغي يوي روغي جوړي يوه برخه ده چي له جمهور رييس کرزي سره د رامنځ شوی لانجه په پای ته رسولو کي مرسته وکړه.
Mistura وويل: « زه غواړم چي جمهور ریيس کرزي ته د هغه د دغه هوښيار تصميم لپاره مبارکي ورکړم چي د شفافو او او اعتبار وړ ټاکنو د خوندي ساتني لپاره يي له دغو مقرراتو سره موافقه وکړه». د ملګرو ملتو استازي يادونه وکړه چي د کرزي له خوا د ټاکنو د خپلواک کميسيون د رييس په توګه د فضل احمد معنوي ټاکل د نړي ټولني اود ملګرو ملتو له خوا د منل وړ دي او له دي سره « د هوسايي احساس» کوي. Mistura زياته کړه چي اوس به ملګري ملتونه له نړيوالی ټولني څخه غوښتنه وکړي چي د افغانستان د ټاکنو د تمويل لپاره پيسي برابر کړي.
د حمهور رييس کرزي مخالفين د ټاکنو د خپلواک کميسيون په پخواني رييس عزيز الله لودين باندي تور لګولي ؤ چي په ټاکنو کي د کرزي په پلويتوب کار کړي دي.
رويترز/ عبدالباري حکيم
کتونکي: احمد ولي اڅکزي