1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ټاکنو په اړه شمېرې او معلومات

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ فروردین ۱۶, شنبه

د شنبې ورځي په ټاکنو کې له نزدې ۱۲ میلیونو افغانانو څخه غوښتل شوي دي چې خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي. دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی وار دی چې یو ټاکل شوی ولسمشر له دیموکراتیکي لاري بل ټاکل شوي ولسمشر ته واک سپاري.

https://p.dw.com/p/1BcQY
انځور: DW/H. Sirat

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم تر ړنگیدو وروسته ولسمشر حامد کرزی د افغانستان د موقت، انتقالي او بیا وروسته د دوو پنځه کلنو دورو له پاره وټاکل شو. د افغانستان د اساسي قانون له مخې حامد کرزی اجازه نه لري چې د دریم وار له پاره خپل ځان کاندید کړي.

که څه هم په لومړي سر کې یوولسو تنو خپل ځانونه ولسمشرۍ ته نومولي ول، خو وروسته بیا درې تنه له دې ټاکنیزو سیالیو څخه د نورو کانديدانو په گټه تير شول او په پای کې اتو تنو د افغانستان تر ټولو لوی مقام یا ولسمشرۍ ته ځانونه ونومول. د دغو کانديدانو په ډله کې يوه ښځه هم نه شته خو درو تنو کانديدان خپل يوه يوه مرستياله ښځه ټاکلې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له تیر کال راهیسې ۳.۸ میلیونه د رای ورکولو نوي کارتونه ورکړي دي. هغه کارتونه چې د ۲۰۰۴ کال د ټاکنو له پاره ویشل شوي ول اوس هم د اعتبار وړ دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي دي، د درغلیو د مخنیوي له پاره د هر رای ورکوونکي گوته په داسې رنگ ککړیږي چې تر ډیر وخته نه پاکیږي او په دې ترتیب سره د دې مخه نیول کیږي چې یو کس څو وارې رایې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې داسي تورونه لگول شوي ول چې په ځینو سیمو کې د گوتو رنگ د پاکیدو وړ وو چې له کبله یې یو شمیر کسانو څو واري رایې ورکړي وې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي دي چې په ټول افغانستان کي د ټاکنو ۷۱۷۰ حوزي چې جوړي شوي دي چي تر ۲۰۰۰۰ زیات د رای ورکولو مرکزونه لري. د دغو سیمه ییزو څانگو له ډلې څخه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په حواله ۷۵۰ یې د امنیتي ستونزو له کبله تړلي پاته دي.

طالبانو تر ټاکنو مخکې افغانان گواښي ول چې په دې بهیر کې گډون و نه کړي که نه نو د هغوی د بریدونو هدف به وگرځي. خو کارپوهان وايي چې افغانانو په ټاکنو کې په خپل پراخ گډون سره یاغیانو ته سخت ځواب ورکړ. د دغو ټاکنو امنیت هم د شاوخوا ۳۵۲۰۰۰ امنیتي ځواکونو له خوا نيول شوی دی.

په افغانستان کې به د رایو د شمیرلو بهیر د یکشنبې په ورځ پیل شي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي دي چې د رای شمیرني بهیر به د اپریل تر۲۰مې نیټې پورې دوام وکړي. پلان شوې ده چې دغه کمېسیون به د اپریل پر ۲۴مه نېټه د ټاکنو لومړنۍ پایلي اعلان کړي. دغه پایلې به د شکایتونو په صورت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا وڅېړل شي.

تر دې وروسته به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د می میاشتي پر۱۴ نیټه د ټاکنو وروستۍ پایلي اعلان کړي. که هیڅ نوماند د پنځوس سلنه جمع یوې رای په گټلو و نه توانیږي، ټاکني به دوهم پړاو ته وغځیږي. په دې ترتیب سره به د می میاشتي پر ۲۸ نیټه د ټاکنو دوهم پړاو ترسره شي. په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو پایلي د درغلیو د تورونو له کبله څو اوونۍ وروسته اعلان شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د افغانستان د ۳۴ ولایتونو مرکزونو او ۳۶۴ ولسوالیو ته ټاکنیز مواد لیږدولي دي. دې کمیسیون ویلي دي چې په ځینو سیمو کې د سړکونو د خرابوالي له کبله د ۳۲۰۰ خرونو په مرسته دغه مواد ټاکل شویو ځایونو ته انتقال شوي دي. د شنبې په ورځ افغانان د ولایتي شورا گانو ۲۴۰۶ تنو کانديدانو ته هم رایې ورکوي.

د ټاکنو کمېسیون ویلي دي چې ټول ټال ۲۶۵ زره څارونکي پر ټاکنو باندي څارنه کوي. پر دغو ټاکنو باندي نزدې ۱۳۰ میلیونه ډالري لگښت راځي چي نړيوالي ټولني ورکړی دی.