د افغانستان د ټاکنو د نيټې د اعلانیدو هرکلی وشو
۱۳۹۱ آبان ۱۰, چهارشنبه
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي، د چهار شنبې په ورځ وویل، چې د لګښتونو د را کمولو له پاره به د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې په یوه وخت کې تر سره شي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخي ولسمشر کرزی نه شي کولای چې د دریم ځل له پاره خپل ځان د ولسمشرۍ له پاره ونومی. داسي اندیښنې موجودې دي چې کیدای شي ولسمشر کرزی یو ځل بیا خپل ځان ولسمشرۍ ته و نوموي. خو پخپله ولسمشر کرزي دا خبره څو واري رد کړې ده چې ولسمشرۍ ته به ځان کانديد کړي. هغه ويلي دي، چي په ديموکراتیک ډول به واک د ټاکنو ګټونکي ته وسپاري.
په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د ولسمشري ټاکنو د نیټې د معلومیدو هرکلی کړی دی او ویلي يې دي چې ټاکل شوې نیټه به د افغانستان له اساسي قانون سره سمون خوري. په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د ټاکنو د نیټې ټاکل په ۲۰۱۴ کال کې د با اعتباره، او شفافه ټاکنو تر سره کول د افغانستان لیوالتیا ښیي.»
په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر جیمز کننګهام، ویلي دي چې د ټاکنو د نیټې ټاکل د افغانستان د راتلونکي ثبات له پاره ډیر مهم دی. هغه زیاته کړې ده چې دا ټاکنې یوه افغاني پروسه ده چې متحده ایالات او نړیواله ټولنه یې ملاتړ ته چمتو ده.
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنه له ۲۰۰۴ کال راهیسې په افغانستان کې د ټاکنو بهیر څاري. دغه ټولنه هم د افغانستان د ټاکنو د نیټې د تعنیدو هرکلی کړی دی. په کابل کې د اروپايي ټولني سفیر او ځانګړي استازي یوشاتسکاس، ویلي دي چې له دې دا خبره څرګندیږي چې افغان چارواکي د خپلو مسﺉولیتونو سر ته رسولو او همداراز د اساسي قانون پلي کولو ته ژمن دي. د اروپايي ټولني په اعلامیه کې راغلي دي چې دا ټولنه په افغانستان کې د شفافه ټاکنو ملاتړ کوي.
د ټاکنو د تر سره کیدو پر وړاندي موجود چيلينجونه
په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو د ټاکنو تر سره کول له ډیرو چيلينجونو سره مخامخ بهیر دی. د افغانستان د ټاکنو کمیسیون دا خبره مني چې ستونزي شته خو د دې سازمان په خبره د اساسي قانون له پلي کولو سره به دغه ستونزي له منځه ولاړي شي.
يو شمیر څارونکي نیوکه کوي چې د افغانستان د ټاکنو قانون نه شي کولای چې د دې بهیر د په لاره اچوونکو بیطرفي تظمین کړي ځکه د هغوی په خبره د دې کمېسیون ډیری غړي د ولسمشر کرزي له خوا ټاکل کیږي.
پر دې سربیره طالبان د ځینو ولایتونو په یو شمیر ولسوالیو کې فعال حضور لري او له همدې کبله کیدای شی چې ټاکنې په شفافه توګه تر سره نه شي. له بلې خوا ویل کیږي چې د افغانستان ټاکنې له مالي ستونزو سره هم مخامخ دي.
فضل احمد معنوي وویل: «په راتلونکو ټاکنو کې موږ د درغلیو د مخنیوي او یا کمولو له پاره لا کلک اقدامات په پام کې نیولي دي.»
د افغانستان د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او همداراز د ملي امنیت ادارې ډاډ ورکړی دی چې د ټاکنو امنیت به ټینګ کړي.
په ټاکنو کې د طالبانو ګډون
د افغانستان د ټاکنو د کمېسیون مشر ویلي دي چې د طالبانو او حزب اسلامي مشران هم کولای شي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. ښاغلي معنوي وویل: «موږ ان چمتو یو چې د وسله وال اپوزیسیون د ګډون له پاره هم لاره اواره کړو. دا اپوزیسیون که څه طالبانو وي او یا حزب اسلامي په ټاکنو کې ګډون کولای شي.»
فضل احمد معنوي د افغانستان د خپلواک کمیسیون د بیطرفۍ دفاع وکړه او ویویل: «هیڅ تبعیض نه شته. تر دې مخکې ولسمشر کرزي هم د طالبانو له مشر ملا عمر څخه غوښتي وو چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.»
مسعود جهش (دویچه ویله. فرانس پرس، د المان خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل