1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاكنو نوماند ښاغلى ډاكتر اشرف غني احمدزى سره مرکه

۱۳۸۸ تیر ۲, سه‌شنبه

دويچه ويلې: ښاغلى ډاكتر اشرف غني احمدزى خبرې به د كندهار ولايت له وروستۍ پيښې څخه پيل كړو چې په نوموړي ولايت كې ستاسې ځينې پلويان د امنيتي ځواكونو لخوا وهل ټكول شوي او ګواښل شوي دي تاسې يي لامل په څه كې وينئ ؟

https://p.dw.com/p/IXJ0
Ashraf Ghani Ahmadzaiانځور: DW


اشرف غني احمدزى: له پوښتنې څخه مو مننه. د كندهار حادثه دا وه چى يو پياوړى ليكوال محمديارصاحب په روښانه ورځ ووهل شو، وټكول شو او تر اوسه پورې د دې واقعي پوښتنه نده شوې. دا د دې څرګندويه ده چې په كندهار كې حكومت نشته او د حكومت كولو طريق يې نده زده. په كندهار كې يو زيات شمير قومي مشران ، ديني عالمان او جهادي قوماندانان ځانونه له لاسه وركړي مګر حكومت پ دې بريالى نده چې د يو قتل پوښتنه وكړي ، نو زه د كندهار وضع كړكيچنه بولم او حكومت په كندهار كې ناكام بولم او غوښتنه مې دا ده چې دولتي ادارې، د كورنيو چارو وزارت ، ملي امنيت او د سيمه ايزو ارګانونو چارواكي ژرتر ژره دې ځانونه مرتب كړي او يا مونږ ته ووايي چې كندهار كې دوى حاكميت نلري او ياغيستان ده.

دويچه ويلې: كه په ټوليزه توګه په افغانستان كې د امنيتي ګواښونو په هكله خپل نظر څرګند كړئ چې د امنيت نشتون به د ټاكنو په بهير كې كوم خنډونه رامنځ ته كړي؟


اشرف غني احمدزى: لمړى خنډ چې دوى جوړ كړى د اولس بې امني ده نن د اولس شكايت لدې نه ده چې برمته نيول د امنيتي چارواكي لخوا كيږي كابل كې مو په كراتو اوريدلي او هم په نورو سيمو كې چې داسې پيښې تر سره شوي د دوى ستونزه له ولس سره ده ، د دې پرځاى چى امنيتي ځواكونه ولس وساتي نن چارواكي ځانونه په ديوالونو ساتي.

آيا د كورنيو چارو وزارت ديوال مونږ ته د منلو وړ ده ؟ د كورنيو چارو وزارت دنده دا ده چې د خلكو امنيت وساتي حال دا چې دغه وزارت ځان ساتي. د دوى امنيتي كمربند د كابل په ولايت كې چيرې ده، آيا كمربند په دې باندې جوړيږي چې ارګ محاصره شي ، د كورنيو چارو وزارت محاصره شي او يا هم نور وزارتونه.

زما غوښتنه له كرزي څخه دا ده چې راځه د ارګ له دروازې څخه ووځه او د خلكو منځ ته ورشه او وزيران دې له پټو ديوالونو څخه وباسه. اصلي خبره د كمپاين امنيت ده نه زما شخصي امنيت.

كه دى د دې توان نه لري چې يو قوماندان پخپل دندې مسوول وساتي ولي ولسمشرۍ ټاكنو ته دريدلى، ارګ دې خوشې كړي. د دې لپاره چې كرزى صاحب ژاړي چې هميشه ژاړي يا دې فيصله وكړي چې حكومت دا توان لري چې دا بار ويسي اويا دې خوشې كړي چې مونږ حكومت جوړ كړو.

دويچه ويلې: څرنګه چې پوهيږئ د ټاكنو په بهير كې امنيتي ځواكونه په ځانګړي توګه پوليس بايد بې پرې او ناپيلې دندې ترسره كړي كه داسې نه وي تاسې به څه دريځ ولرئ ؟

اشرف غني احمدزى : زما دريځ دا ده چې هغه ورځ چې ټاكنې پيل شي هر امنيه قوماندان تر ملي څارنې لاندې نيسو او ټول اسناد به تاسې مطبوعاتو او ټولې نړۍ ته خپاره كړو نوزما اخطار دوى ته واضح ده، قانون دوى ته دا صلاحيت نه وركوي چې كرزي ته فعاليت وكړي ښاغلى اتمر يو پوه سړى دى كه كولاى شي ناپيلى او بې پرې دنده ترسره كړي او كه نشي كولاى خپله استعفا وړاندى كړي.

دويچه ويلې: ډاكتر صاحب اشرف غني احمدزى رابه شو د ټاكنو ځينو نورو برخو ته. څرنګه چې تاسې پوهيږۍ په لويډيزه نړۍ كې ګوندونه خپل نوماندي وړاندې كوي اوله هغوى څخه ملاتړ كوي خو په افغانستان كې ګوندونه نه دي مطرح په دې لاره كې كومې ستونزې پرتې دي.

اشرف غني احمدزى: لويه ستونزه په دې كې ده چې مونږ يو دموكراتيك ګوند نه لرو زمونږ هيواد كم تر كمه دوه لوى ګوندونه بايد ولري تر څو د هغه په چوكاټ كې د نظرياتوپه اساس هم يو ملي اجماع وي او هم د عمل له لارې ګوندونه خپلې بيلابيلې نظريې وړاندې كړي تر څو چې ګوندونه منځ ته نه وي راغلي په هيواد كې به شخصي سياست مطرح وي. د دې زيان به دا وي چې تر آخره پورې به خلك پوه نشي چې خبره په څه كې ده، دا وارې مو وليدل چې د نوماندو د نوم ليكنې تر وروستۍ ورځې پورې خلك نه پوهيدل چې څوك به وړاندې شي او څوك به وروسته ، دا پروسې ته ضرر لري هيله لرم چې په راتلونكي كې څوك چې وړاندې كيږي د ګوندونو لخوا وړاندې شي.

دويچه ويلې: د تاسې په نظر څه لاملونه دي چې په افغانستان كې د ګوندونو شتون او مطرح كيدل ورځ په ورځ ټكنى كيږي او په لويډيز كې دغه بهير د ځواكمنۍ په لور درومي ؟

اشرف غني احمدزى: عمده دليل څو خبرې دي:
لمړى مونږ يو ناكاره دولت لرو چې قانون يې وار وار تر پښو لاندې كړى او د ټولنيزو او سياسي تشكيلاتو په وړاندې يې خنډونه جوړكړي نه امكانات.
دويمه خبره دا ده چې ګوندونو سره يوه ترخه طريقه وه د ګوند نوم هغه دموكراتيك مانا چې د اساسي قانون سره سمون ولري تر اوسه يې نه ده پيدا كړې، تعداد زښت ډير دى او له سلو څخه ډير ګوندونه جوړ شوي.
دريم انحصار:په سياست كې يو انحصار راغلى چې ځينې مطرح اشخاصو سره ډير مادي امكانات دي چې په تيرو شلو كلونو كې يې تر لاسه كړي له هغه نظره د سياست ډګر آواره نده .

دويچه ويلې: په دې هكله خپل نظر څرګند كړئ چې په لويډيزه نړۍ كې خلك د يو نوماند پروګرامونو ته ګوري خو په افغانستان كې د يو نوماند شخصي او هم قومي اړيكې مطرح دي.

اشرف غني احمدزى: زه فكر كوم چې زمونږ ولس پروګرامونو ته ګوري ، زمونږ د كابل ښار شخصيتونو ته ګوري مګر زه چې كلي ته ځم هلته خلك په پرګرامونو تاكيد كوي خلك له خبرو او وعدو نه ستړي شي زه فكر كوم چې رښتيا يو لوى تغيير راغلى مخصوصا په ځوان نسل كې. زه فكر كوم چې يو حركت منځ ته راغلى چې اوس به خلك پروګرامونه څاري.

دويچه ويلې :ښاغلى ډاكتر اشرف غني احمدزى څرنګه چې تاسې پوهيږئ په لويډيزه نړۍ كې كانديدان خلكو ته مراجعه كوي برعكس په افغانستان كې د خلكو لخوا غونډې جوړيږي او له ځانګړو كسانو څخه غواړي چې ځان د ولسمشرۍ لپاره كانديد كړي تاسې يې لاملونه په څه كې وينئ ؟

اشرف غني احمدزى:دا دواړه دي ، يعنې هره ټولنه خپل بنسټونه لري دومره چې مونږ له لويډيزې نړۍ څخه توپير لرو لامل يې دا ده چې مونږ يو شرقي هيواد يو له خپل خاص تاريخ سره اما داچې يوه ډيموكراتيكه پروسه په پلي كيدو كې ده كه نه ؟ زما ځواب دا ده چې زه دا پروسه مثبته ګڼم .

دويچه ويلې:د ولسمشرۍ د راتلونكي ټاكنو نوماند ښاغلى ډاكتر اشرف غني احمدزى دا چې حاضر شوئ له دويچه ويلې سره مو مركه وكړه ستاسې څخه يوه نړۍ مننه كوم .


اشرف غني احمدزى: ستاسې څخه هم مننه ، سلامونه مې اوريدونكو ته.


مركه كوونكى برى پا ل
کتونکی: يحيی وردک