1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د هوايي ځواک بيا رغول

۱۳۸۷ شهریور ۱۱, دوشنبه

د کابل د نړيوال هوايي ډګر د جنوبي کرښي په پای کي يو ستر انګړ ليد کيږي، چيري چي د جمهوري رياست د هوايي ډلګۍ درې څرخي الوتکي ولاړي دي،دا الوتکي د جمهوررييس حامد کرزي لپاره ځانګړي سوي دي.

https://p.dw.com/p/F8VA
انځور: AP

دغه17-Miډوله الوتکي نه يوازي ډيري ښکلي او ځلانده ښکاري بلکي هغه د سترو شخصيتونو لپاره د ټولو تجهيزاتو لکه چرمي چوکيو، سټلايټ ټيلفونونو او اوارو تلويزوني پردو سره سبمال سوي دي.د هغوی تخنيکي کارکونکي او نوره عمله افغانان دي خو ښوونکي يې امريکايان دي.

هلته ديرش نوري الوتکي هم ولاړي دي.دا د افغانستان د ملي پوڅ هوايي قوه ده، هغه څه چي د دغه هيواد د راتلونکي هوايي ځواک نطفه ګڼل کيږي.دا الوتکي د هغه ځواک د بيرته را ژوندي کولو سمبول ګنل کيږي چي په 1980لسيزه کي د شوروي د اشغال په موده کي يې ستر شان او شوکت درلود.

د کابل هوايي ډگر د بياجوړولو په حالت کې
د کابل هوايي ډگر د بياجوړولو په حالت کېانځور: DW

هغه وخت افغانستان څو سوه پوځي الوتکي درلودې چي په هغو کي ترانسپورټي، بريد کونکي څرخي، جټ جنګي او بم غورځونکي الوتکي هم شاملي وې، او ګاونډيان ځني بيريدل.

خو د شورويانو د وتلو سره د دغه ځواک زوال هم پيل سو. د شمالي ټلوالي او بيا وروسته د طالبانو د واکمنيو پر وخت د دغه هوايي ځواک يوازي يو څو الوتکي پاته سوې.

د افغانستان د هوايي ځواک وروستۍ الوتکي د سپتامبر له 11 له پيښي څخه وروسته د 2001کال د اکتوبرپه مياشت کي د طالبانو د رژيم پر خلاف د امريکا د هوايي ببماريو سره ويجاړي سوې.

خو په راتلونکو څو اونيو کي به د افغانستان هوايي قول اردو د کابل د هوايي ډګر شمالي برخه ته وليږدول سي، چيري چي د متحده ايالاتو له خوا يوه نوې هوايي هډه جوړه سوي ده.

د دې هډې لګښت 183 مليون ډالره اټکل سوی دی. يوه امريکايي منصبدار د دغي هډې په هکله وويل:« په حقيقت کي موږ دلته يو ښار جوړوو چي له هر لحاظه بشپړدی.»

د دغي هډې 1300لږ يا زيات اوسيدونکي به د هغي له ټولو عصري تسهيلاتو څخه استفاده وکړي لکه، بارکونو، د17-Mi ډوله الوتکي له سيملاتور، روغتون، پستي دفتر، بريښنايي جنريترونو او د کنفرانس يو سترسالون.

د کابل په هوايي ډګر کي دوه نور انګړونه چي په امريکايي کچو جوړ سوي دي، لاتراوسه خالي دي، ويل کيږي چي هلته به د افغانستان د ملي اردو، کورنيو چارو وزارت او جمهوري رياست الوتکي ځای پر ځای سي.

لکه يو وخت مسکو دا کار کاوه اوس واشنګتن هر څه برابروي او د هرڅه پالنه کوي. افغان پيلوټان دلته، د هيواد څخه د باندي، لکه اکراين او د امريکا په متحده ايالاتو کي روزل کيږي.

د دغو پيلوټانو يو شمير په بشپړه توګه د شوروي د دورې د هوايي ښونځۍ فارغين دي، په همدې وجه تصميم نيول سوی چي هغوی به په لومړي سر کي په پخواني شوروي بلاک کي جوړي سوي الوتکي والوزوي.

د جمهوري رياست د هوايي ډلګۍ د پيلوټانو امريکايي ښوونکی، تورن نيک نوريس وويل:« دوی ډير ښه روزل سوی دی.» هغه يادونه وکړه: «ما دوی په لويديځ ستندرد روزلي دي.هغوی کولای سي چي د هوايي نقشې څخه کار واخلي او د مخابرو د لاري خبري وکړي.»

نوموړي زياته کړه:« دامريکايي کچو سره سم د هغوی لپاره الوتل به ګران نه وي.هغوی همدا اوس لويديځ ډوله الوتني کولای سي.هغوي ډير ښه پيلوټان دي. هغوی د روسانو له وخت څخه را په دې خوا الوتني کړي دي.»

Helikopter
انځور: AP

په اوسني وخت کي د افغانستان هوايي ځواک، اوولس 17-Mi ډوله ترانسپورټي څرخي الوتکي، درې 35-Mi ډوله بريدکونکي څرخي الوتکي او همدا راز شپږ انتونوف ترانسپورتي الوتکي لري.

تر 2011 کال پوري به دغه رکم تر نهه څلويښت 17-Mi ډوله، او اتلس C-27A ډوله ايټالوي ترانسپورټي الوتکي چي د انتونوف ځای به ونيسي، ستر کړای سي.

ددې لپاره چي افغان هوايي ځواک يوازي د عسکرو د ترانسپورټ او په بيړنيو مرستو پوري محدوده پاته نسي، په پام کي دي چي تر 2012 او 2013 کلونو پوري دغه ځواک د کوچنيو جنګي يوماشينه او څرخ لرونکي الوتکو، څخه هم برخه من سي، دا الوتکي يوازي توغندۍ او بمبونه ليږدولاي سي.

په عين وخت کي د پخواني شان او شوکت د يادوني د نښاني په توګه افغانستان دوه 39-L ډوله چکي الوتکي هم لري چي په وسلو سمبالي نه دي او يوازي په پوځي رسم ګذشت کي الوتني کوي.