د افغانستان د ماموريت هدف له سره تعريف شوي نه ؤ!
۱۳۸۹ تیر ۲۰, یکشنبهيواځي دوه ورځي وروسته له هغي چي د آلمان حکومت په افغانستان کي د خپل هيواد له پوځي ماموريت څخه يو نسبي ستاينه وکړه او هغه يي د يو بشپړ برياليتوب په لور په سمه لار برابر وګانه، د دغه هيواد يو مشهور سياست وال، هانزديتريش ګينشر په دغه ماموريت باندي نيوکه وکړه.
ګينشر چي په تيرو حکومتونو کي د يوي اوږدي مودي لپاره د آلمان د بهرنيو چارو وزير ؤ او د سړي جګړي په موده کي د آلمان د بهرني سياست په ټاکلو کي ستره ونده درلوده د آلمان له راډيو سره په يوه مرکه کي د افغانستان روان ماموريت د خپلي جملي له مخي«درس اخيستونکي» وګاڼه.
د لیبرال د دیموکرات یا FDP دغه سیاست وال وويل: « په افغانستان کي د آلمان د پوځي ماموريت په پيل کي د هغه هدف تعريف نه شو. ډيره موده په دي واقعيت باندي سترګي پټي شوي چي زمونږ عسکر په يوه جګړه ښکيل کی دي.»
ګيشنر په خپله مرکه کي زياتوي : « سر بير پر دي له لومړی سر کی پوځ په هغو وسلو او تجهيزاتو سمبال نه شو چي ورته اړتيا وه. دا نه شي کيداي چي په سياست کي د دي ماموريت لپاره پريکړه وشي او بيا هغه وسايل او امکانات ورته برابر نه کړاي شي چي ورته اړتيا ده. او وويل شي چي د پوځ لپاره په کيسه کي پيسي نه شته.»
ګنشر چي له 1974 کال تر 1992 کال پوري د آلمان د بهرنيو چارو وزير ؤ، يعني پوره 18 کاله، وويل: « د آلمان د بهرني سياست مهمه دنده دا ده چي په اروپا کي د يوي خوځونکي قوي په توګه پاتي شي او د اروپا د يوالي په وړاندي د مخ په زياتيدو شک او ترديدونو مخه ونيسي.
ګينشر وویل: « زمونږ برخه ليک او زمونږ راتلونکي له اروپا سره تړلي دي. خو که چيري د اروپا د برياليتوب تاريخ ته دوام ور نه کړاي شي، ښايي له يو ناخوال برخه ليک سره مخامخ شو.»
ګينشر اوس 83 کال عمر لري او د آلمان د بهرنيو چارو د اوسني وزير، ګيدو وستر ويلي په په څير د ليبرال ديموکرات يا FDP د ګوند غړي دي.
وستر ويلي د جمعي په ورځ د افغانستان د ماموريت په وړاندي د خپل حکومت دريځ روښانه کړ. هغه وويل چي په افغانستان کي د شاتګونو سره سره، په ډيرو سيمو، لکه په شمال کي پرمختګونه هم شوي دي. په شمال کي د آلمان پوځ امنيتي مسووليت په غاړه لري. وستر ويلي وويل چي آلمان تصميم لري ډير ژره د دغو ولاياتو امنيتي مسووليت افغانانو ته وسپاري.
د آلمان خبري آژانس/عبدالباري حکيم
کتونکي: عارف وردک