1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د سړکونو ډېره برخه بيرته تخريب سوې

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آذر ۱۴, پنجشنبه

د افغانستان د فوايد عامې وزارت چارواکي وايي چي د سړکانو او لويو لاريو د مراقبت له پاره له کاله نزدې ۵۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري خو دغه وزارت په دغه برخه کي کافي پيسې نه لري.

https://p.dw.com/p/1ATRQ
انځور: DW

د نړيوالي ټولني په مالي مرسته په تيرو لسو کلونو کي نزدې ۷۸۰۰ کيلومتره سړکان په ټول افغانستان کي جوړ سوي دي، خو ډېره برخه يې بېرته د ماينونو په چاودنو او يا طبيعي پيښو کي تخريب سوې ده.

د فوايد عامې وزارت معين انجنير احمد شاه وحيد له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «د سړکانو د ساتني او مراقبت موضوع له سترو چلينجونو څخه ده. دولت دې ته هيڅ پام نه دی کړی. د ساتني او مراقبت مصرف بايد د سړک له عوايدو څخه پوره سي خو تر وروستيو کلونو پوري دغسي يو څه وجود نه لاره.»

د کابل کندهار لويه لاره چي د افغانستان په بيا رغاوني کي تر ټولو ستره پروژه بلل کېده اوس يې ډېره برخه د سړک د غاړي ماينونو په چاودنو کي تخريب سوې ده.

د فوايد عامې وزارت د معلوماتو له مخي د دغي لاري په اوږدو کي نزدې ۱۸۹ پلچکونه او ۱۲ پلونه د ماينونو په چاودنو کي تخريب سوي دي ولي د بيا رغاولو له پاره يې خاصه بودجه نه لري.

په ډېرو ښارونو کي اوس بيرته پخوانی ترانسپورت کار کوي
په ډېرو ښارونو کي اوس بيرته پخوانی ترانسپورت کار کويانځور: picture-alliance/ ZB

حلقوي سړک

د حلقوي سړک د جوړېدو پروژه چي د افغانستان پلازمېنه له شمال، شمال ختيځ، لوېديځ او جنوب سره وصلوي تر اوسه پوري تکميل سوې نه ده. د فوايد عامې وزارت وايي چي د دغه سړک ۹۰ سلنه برخه جوړه سوې ده او پاته نوره به يې هم جوړه سي.

د فوايد عامي وزارت د چارواکو په خبره د حلقوي سړک د جوړېدو چاري اوس په بغلان، بادغيس او هرات کي رواني دي. د دغه وزارت معين احمد شاه وحيد وويل چي د حلقوي سړک د جوړېدو پر وړاندي نا امني خنډ ده: «دښمنان هيڅ وخت نه غواړي چي موږ ښه سړکونه ولرو. زموږ د سړکونو د جوړېدو کار په وارو وار ځکه ځنډېدلی دی چي کارګر مو وژل سوي دي او سامانونو ته مو اور اچول سوی دی.»

د فوايد عامې وزارت چارواکي وايي چي د حلقوي سړک د جوړېدو چاري به په راتلونکو څلورو کلونو کي بشپړي سي.

راتلونکی پلان

د افغانستان د فوايد عامې وزارت وايي چي د نورو سړکانو د جوړولو پلان لري. په پلان کي ده چي په نژدې راتلونکې کي به د کابل- جلاآباد د دوم سړک د جوړولو چاري پيل سي.

د فوايد عامي وزارت د کابل پراون د دوهم سړک چاري هم پيل کړي دي. وحيد وويل چي په هلمند او پکتيکا کي به هم د سړکانو د جوړولو چاري پيل سي. د دغه وزارت په خبره د سړکانو په برخه کي د افغانستان د اړتيا د پوره کولو له پاره بايد د اوسنيو جوړ سوو سړکانو ترڅنګ ۱۲۵ زره کيلومترو نور سړکان هم جوړ سي.