د افغانستان د سولی په وړاندی د ناتو دریځ
۱۳۸۹ مهر ۲۳, جمعهد ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وويل چي د ده سازمان په افغانستان کي د طالبانو سره د خبرو اترو له بهير څخه ملاتړ کوي، خو يادونه يي وکړه چی په افغانستان کي به د طالبانو پر ضد پوځي عمليات ادامه ولري.
د ناټو عمومي منشي زياته کړي ده چی افغان حکومت د طالبانو سره د خبرو اترو مسوليت په غاړه لري، او ناټو له دغي پروسي څخه سياسي ملاتر کوي.
دا په داسي حال کي ده چی افغان چارواکو د چیار شنبي په ورځ د ناټو څخه وغوښتل ترڅو د طالبانو سره د سولي د خبرواترو څخه ملاتړ وکري او په هغو سيمو کي چي د سولي خبري رواني دي پوځي عمليات ونکړي.
کله چي له راسموسن څخه وپوښتل شو چي ايا ناټو به د افغان حکومت دغه وړانديز ومني او که نه؟ نو د ناټو سرمنشي وويل چي دوي به د افغان حکومت دغه وړانديز ونه مني، دا ځکه چي د هغه په نظر پر طالبانو پوځي فشار به د سولي بهير سره مرسته وکړي.
په همدي حال کي بيا د امريکا د بهرنيو چارو وزيري، ميرمن هيلري کلينتن، چي د ناټو په غونډي کي يي خبري کولي وویل چي لا تر اوسه د دي وخت ندي چي د سولي د خبرو اترو د نتيجي په اړوند فيصله وشي.
همدا راز متحده ایالاتو د دفاع وزير، رابرت ګيتس، وویل چي واشنګتن د سولي د خبرو د بهير څخه په پوره توګه خبردي. ده ويلي دي چي امريکايي او افغان حکومتونه بايد د دغو چانسونو څخه پوره ګټه واخلي.
بله خوا بيا د مشرانو د جرګي غړي، معصوم ستانکزي، ويلي دي چی د سولي د بهير څخه د ناټو ملاتړحتمي او ضروري دي. ده همدا راز زياته کړي ده چی د پوځي عملياتو درول، د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي کمول او افغانان پر دي قانع کول چی ناټو د افغانستان د اشغال لپاره نده راغلي، د خبرو اترو د بهير اساسي وړتياوي دي.
همدا راز د ناټو يو لوړ پوړي چارواکي د چیار شنبي په ورځ وويل چی ناټو کله کله طالبانو ته اجازه ورکوي ترڅو د سولي د خبرو لپاره کابل ته راشي.
دا په داسي حال کي ده چی حامد کرزي په همدي مياشتي کي د سولي عالي شورا پرانستله ترڅو په افغانستان کي لس کلني جګړي ته پاي کيږدي. په همدي حال کي د امريکا د ولسمشر، بارک اوباما، اداره د طالبان سره د سولي د خبرو ملاتړ کوي خو دوي غواړي چی طالبان د جګړي څخه لاس واخلي او د القاعدي سره خپلي اړيکي پړي کړي.
آژانسونه/مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکيم