1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د سولی په وړاندی خنډونه

۱۳۸۸ اسفند ۲۸, جمعه

ډويچه ويله راډيو په دې باب د حبيب الله غمخور سره يوه مرکه کړې ده

https://p.dw.com/p/MXNc
حبيب الله غمخور
حبيب الله غمخورانځور: Habibullah Ghamkhor

ډويچه ويله :

دڅو عمر راهيسي ددې غوښتنه کيږي چه بايد د طالبانو سره خبري وسي ، او اوس ملګرو ملتو هم ددې غوښتنه کړېده چه بايد د هغوی سره خبري وسي، ستاسي په نظر دغه خبري ولي نه شروع کيږي ، مشکل په څشي کښي دی ،

غمخور :

بلې دا ډير ښه سوال دی ،تر ټو مهمه خبره داده چه د سولي د خبرو د شروع کيدو اساسي صلاحيت د خارجيانو سره دی . دا خارجيان دي چه په دې هکله جدي تصميم نيولای سي . نو ددې دپاره بايد دوو ټکو ته جدي پاملرنه وسي ، آيا خارجي ځواکونه ،يا بين امللي ټولنه او د هغې په رأس کښي امريکا غواړي هغه وخت د سولي خبري د مخالفينو سره شروع کي ، چه دوی کمزوري سي ، او يا که يې په دغه اوسني حالت کښي کوي .

دغه دوه ټکي تر اوسه پوري معلوم ندي . کله ويل کيږي چه بايد مخالفين کمزوري سي ، ورسره خبري وسي ، او کله بيا ويل کيږي ، چه بايد د سولي خبري همدا اوس شروع سي . خو ددې دوو اساسي شرطونو په منځ کښي زما په عقيده نور مهم مسايل هم سته ، هغه داچه د کرزي د حکومت ، امريکا، انګلستان او اروپايي ټولني تر منځ دسولي د خبرو د شروع کيدو په هکله يو معين قاطع دريز نسته . دا بايد واضح سي ، پر دې باندي بايد بحث وسي ، چه دمخالفينو سره د سولي خبري صادقانه شروع کيږي ، او د سولي د راتګ دپاره کار کيږي او که نه ؟ که چيري موافقه وسي ، چه بلې، دا مهمه نده چه څه وخت . خو ښه خبره داده چه د يوه معين ميکانيزم پر اساس ورته وخت وټاکل سي ،نو مهمه خبره داده چه د پاکستان سره پر دې خبري وسي ،يعني ته پاکستان دا وفهمول سي ، چه بين امللي ټولنه، د هغه په رأس کښي امريکا غواړي ، چه د افغانستان دولت د مخالفينو سره جدي دسولي خبر شروع کي .

ډويچه ويله :

غمخور صاحب نو ستاسو په نظر بيله پاکستان څخه دا خبري ناممکنه دي ؟

غمخور :

بلکل، دا به ډيري نيمګړي وي ،د پاکستان ګټي او امتيازونه بايد بين امللي ټولنه په ښکاره ډول واوري ، او پر هغه خبري وسي . تر هغه راوروسته ايران او زموږ همسايه هيوادونه هم دسولي په خبرو کي ډير غښتلی نقش لري ،

ايران تر پاکستان وروسته په دغه پروسه کښي دوهم نقش لري . دايرن سره بايد د ملګرو ملتو د لاري د هغو پر روا ګټو ، پيشنهادو او امتيازو باندي

بحث وسي ، او يوې موافقې ته سره ورسيږي .

تر دغو مهمو خبرو وروسته څلرمه اساسي خبره داده ، چه بايد مخالفينوته يو تضمين ورکول سي ، چه د هيچا د خوا نه نيول کيږي . ګوره دغه اوسني کسان چه نيول کيږي ، دا هغه کسان دي چه يا د ملګرو ملتو او يا د افغانستان ددولت سره په خبرو باندي مصروف وه . او پاکستان ددې دپاره چه مخالفينو ته وښيي ،چه بيله زما اجازې د هر چا سره چه خبري کوې ، زه ددې واک لرم چه د يوه افراطي په حيث دي ونيسم ، او زندان ته دي واچوم ، او دغه مشران يې ونيل او محبس ته يې واچول . ضمنأ يې په يوه ټک دوه نښانه وويشتل ، افغانستان او بين امللي ټولني ته يې هم دا وښوول ،چه بيله ما چه تاسي د هر چا سره خبري کوۍ ، هغه به ناکامي وي ، او هغه خلګ چه د سولي په راوستلو کښي رول درلودلای سي ، هغه يې ونيول ، لکه ملا برادر چه د زړه له کومي يې غوښتل په افغانستان کښي سوله راولي ، هغه يې ونيوی ، او امريکا ته يې وسپاری .

ډويچه ويله :

دوی ټول ، که هغه د افغانستان دولت، يا بين امللي ټولنه ده ، د معتدلو طالبانوسره خبري کول غواړي ، نو اوس په افغانستان کښي منځ پلوه طالبان او که وسله وال طالبان مشکل دی ؟

غمخور :

دغه اصطلاح اصلأعلمي نده ، منځ پلوه ، ليري پلوه ، سخت پلوه ، داد مسألې عمق ندی ، دا د حل لار نده ، ښه خبره داده چه د مخالفينويا موافقينو او يا دخوابدو نوم ورکول سي ، او د ټولو سره خبري وسي ، ځکه نو بيا يو بل قوت پاتيږي چه جنګيږي به .

اساسي خبره چه ما ورته اشاره وکړل ، او زه په دې باور يم چه بيله ددغو ټکو د پلي کيدو څخه دغه سوله نه راتلای سي ، او نه به د سولي خبري ګټوري وي . د بلي خوا په افغانستان کښي هم ډيري داسي حلقې سته ، چه په هيڅ صورت سره سوله نه غواړي ، او دهغه سره مخالفت کوي .

ډيره مننه

حبيب الله غمخور/ زيارمل

کتونکی : محمد قاسم نوري