1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د سولي په پروسه کي چين کوم رول لري؟

۱۳۹۴ دی ۲۹, سه‌شنبه

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي خبرو اترو په منځگړیتوب کې ډير هیوادونه ناکامه شول. اوس چین د نوي منځگړيتوب په محراق کي ځای لري. د چین د چارو کارپوه «اندریو سمال» روښانه کوي چې ولې دغه نوي هڅه هیله بخښونکي ښکاري.

https://p.dw.com/p/1Hg50
China Afghanistan Li Yuanchao bei Ashraf Ghani
انځور: Reuters/A. Masood

اندریو سمال چې د «چین - پاکستان محور» په نوم کتاب لیکونکی دی او په «جرمن مارشال فند» نومي تحلیلي انستیتوت کې د څیړونکي په توگه کار کوي د آلمان له خبري آژانس سره په یوه ځانگړې مرکې کې وايي چې چين د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سولې ته تر ټولو نورو زیات لیوال دی.

پوښتنه: چین د افغانستان، پاکستان او طالبانو ترمنځ مینځگړیتوب کوي. د دې خبرې معنی څه ده؟

سمال: دا خبره ډېره مهمه ده. د افغانستان او د هغه د یاغیانو ترمنځ د سولې له پاره مهم فکتور دا دی چې اوس پاکستان د دې هڅو شاته ولاړ دی. د شخړې په اوږده موده کې پاکستان د طالبانو یو مهم ملاتړ کوونکی گڼل کیدی. له بلې خوا چین د پاکستان نژدې ماگری هیواد دی، خصوصواً د هغوی تر منځ په اقتصادی او پوځي برخو کې د همکارۍ ساحه پراخه ده. چین له ټولو اړخونو سره ښې اړيکي لري، حتی له طالبانو سره هم. حتي وروسته له ۲۰۰۱م کال څخه چې د هغوی رژیم نسکور هم شوو، چین ور سره خپل تماس ساتلی وو. او له بلې خوا: چین د افغانستان په سیاسي حل کې خپلي گټي هم ویني. 

پوښتنه: دا کومې گټي دي؟

سمال: یو جگړه ځپلی افغانستان د چین له پاره تل یو امینتي خطر دی. له یوې خوا هغه د چینايي یاغیانو یعنی ایغوري زور پاولونکو له پاره هغه یو خوندي پټنځای دی، له بلې خوا د افغانستان جگړه او له هغې سره د د سیمي بې ثباتي د چین هغه ستري اقتصادي پروژې تاواني کوي چې غواړي په سیمه کې ئې پلي کړي. د هغو په جمله کې یوه هم د پاکستان له لاري د سوداگرۍ یوې لاري غځول دي. دا یوه ستره اقتصادي او سیاسي پروژه ده چې چین غواړي د خپل لوېديځ سرحد پر لور یې پلې کړي. د دغې پروژې تړونونه د ۲۰۱۵ کال په اپریل کې لاس لیک شوي. خو د هغې بریالیتوب په سیمه کې د کړکېچونو په حل کې نغښتی دی.

پوښتنه: یوه سوداگري لاره د سولي د هڅو په توگه؟ آیا داسي یو څه کفایت کوي چې د شخړې اړخونه خپل د لسیزو اختلافات پای ته ورسوي؟

سمال: د «چین - پاکستان اقتصادي دالان» پروژه چې په خپل انگلیسي مخفف  (CPEC) هم مشهورده، تر یوې سوداگري لارې لا زیات اهمیت لري: دا په حقیقت کې د ۴۶ ميلیاردو ډالرو په ارزښت د مختلفو پروژو یوه پانگه ده چې په پاکستان کې په پام کې نیوله شوې ده. خو د چین له پاره دا یوه موقع ده، څو قسماً د پاکستان پر لور خپل لویدیځ ولایتونه پرانيزي. دغو ولایتونو لا تراوسه د چین د ساحوي ولایتونو په پترله له اقتصادي اړخه زیاته وده نه ده کړې. د پاکستان له لاري چین کولای شی چې بدیل بازارونو ته لاري پیدا کړي. د سوداگرۍ دغه لاري جنوب ختیځې اسیا ته په سونو کیلومترو لنډي دي.

پوښتنه: د پاکستان له پاره دا څرنگه په زړه پوري گرځیدلای شی او څرنگه تری استفاده کولای شي؟

سمال: د پاکستان د کمزوري اقتصاد له پاره په دې پروژه کې ستر اقتصادي قوت نغښتی دی او دا پر پاکستان باندي د چین د نفوذ د بریالیتوب نښانه ده او له دې سره پاکستان پر طالبانو خپل نفوذ اعمالوي. نو له دې کبله کله چې چین د سولې یو پلان په جوړولو کې مرسته وکړي، دا کیدای شي چې پاکستان د پخوا په پرتله پر دې پلان ټینگ او وفاداره پاته شي.