1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ستراتيژي د کتني نتايج څه دي؟

۱۳۸۹ آذر ۲۶, جمعه

اوباما «زه غواړم چی په دی خبره ټينګار وکړم که څه هم يوي ستونزمني دندي سره مخامخ يو. خو د خپلو سرتيرو او ملکي کسانو د فوق العاده زیارونو په پام کي نيولوسره کولاي شم چي ووايم موخي ته د رسيدو په لور په سمه لار روان يو.»

https://p.dw.com/p/QeR1
د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما له خپل مرستیال او د بهرنیو چارو وزيری سره لیدل کیږی
د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما له خپل مرستیال او د بهرنیو چارو وزيری سره لیدل کیږیانځور: AP

يو کال مخکي د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما په وسترپاينت نومي پوځي اکادمي کي د افغانستان په هکله خپله نوي ستراتيژي معرفي کړي. پرون يي په يوي وينا کي لومړي نتايج څرګند کړل.

ولسمشر اوباما په لومړي سر کي په افغانستان کي د تروريزم پرضد د مبارزي د برياليتوب په هکله زيات خوشبيني څرګنده نه کړه.

اوباما وويل :« زه غواړم په دي ټينګار وکړم تر اوسه پوري هم مونږ له ستونزمني دندي سره مخامخ يو. خو زه غواړم چي د خپلو سرتيرو او ملکي کسانو د يو بي ساري ماموريت د ترسره کولو په پام کي نيولو سره ووايم ، مونږ خپل موخي ته د رسيدو په لور په سمه لار روان يو.»

په اوس وخت کي د امريکا متحده ايالاتو 90 زره عسکر د ناټو تر مشري لاندي په افغانستان کي موجود دي او سربيره پر دي 23 زره امريکايي عسکر د ناټو د ماموريت د صلاحيت څخه بهر په افغانستان کي په عملياتو بوخت دي. هغوي د«انديورينګ فريدم» نومو عملياتو په چوکات کي عمل کوي.

اوباما يو ځل بيا په دې ټينګار وکړ چي د امريکا متحده ايالاتو د حکومت د موخي په ړومبيتوبونو کي دا نه دي چي دنده ولري ترڅو په ټول افغانستان کي امن ټينګ کړي او يا دي د بيارغاوني کارونو سرته ورسوي ، بلکه د متحده ايالاتو اصلي موخه په لومړي قدم کي په افغانستان کي د القاعدي د ترورستي شبکي ته ماته ورکول دي.او په دې برخه کي د ليدني وړ پرمختګ شوي دي.

هغه زياته کړه:« له افغانستان څخه د تيښتي وروسته د القاعده مشرې د لومړي ځل لپاره د افغانستان او پاکستان په پولو کي تر سخت فشار لاندي قرار لري . د هغوي مهم مشران وژل شوي دي .دوي ته سخته ده چي په عين وخت کي يوځاي شي ،سفر وکړي، روزنه ورکړي،او د نوي حملو لپاره پلانونه جوړ کړي او عملې يي کړي .القاعده اوس کنج ته ټيلول وهلي شوي ده »

اوباما روښانه کړه چي القاعده ته په ماته ورکولوکي د امريکا متحده ايالات ژمن دي ،خو دا کار به وخت ونيسي. هغه په افغانستان کي د سياسي او اجتماعي پرمختګونو څخه يادونه وکړه او د افغانستان د حکومت څخه په دي برخه کي د لا زيات شفافيت او مسووليت غوښتونکي شو.

اوباما د هغه تړون څخه هم يادونه وکړه چي د امريکا او افغانستان تر منځ په راتلونکي کال کي تر سره کيږي چي په اساس به يي له افغانستان څخه ملاتړافغانستان کيږي.

داسي ښکاري چي د اوباما حکومت د افغانستان د حکومت او ولسمشر کرزي سره په وړاندي د سخت دريح نيولو څخه لاس اخيستي وي، له هغه سره يي تر زياتي کچي د همکاري لاره نيولي ده. د متحده ايالاتو ولسمشر وويل چي د هغه حکومت له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو او په ټولنه کي د هغوي د ادغام له پلان خخه پلوي کوي. خو د اوباما دغه ډول ملاتړ مشروط دي. هغه وويل چي طالبان د د زور زياتي څخه لاس واخلي ،او د القاعده د شبکي سره خپلي اړيکي لمنځه يوسي،او د هيواد اساسي قانون ومني.

ولسمشر اوباما په عين وخت په افغانستان کي لاس ته راغلي پرمختګونه له ننکونو سره مخامخ وبلل.

هغه زياته کړه :« مونږ ډيري سيمي د طالبانو د کنټرول څخه و باسو تر څو افغانان وکولاي شي خپل د اوسيدو ځايونو ته بيرته راوګرځي .»

ولسمشر په دي جګړه کي د پاکستان پر ټاکونکې نقش باندي هم ټينګار وکړ ،او وويل:« د پاکستان حکومت اوس په روښانه توګه دا انګيرلې ده چي په سرحدي سيمو کي د ترورستي ډلي شتون د سيمي او همدارنګه د پاکستان لپاره يو ګواښ دي.»

په همدي وجه هغه په سرحدي سيموکي د پاکستان حکومت لوي ډله ايز عمليات وستايل او بيا هم د هغه څخه حمايت کوي.

ناصر/ کريستنيا برګمن

کتونکي: عبدالباري حکيم