1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د راتلونکی نړیوال کنفرانس لپاره تیاری پیل شوی دی

۱۳۹۰ مرداد ۱۳, پنجشنبه

د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي میښایل شتاينر د افغانستان د دوهم کنفرانس د کوربه توب لپاره له خپل چمتووالي خبر ورکړ. هغه پرون ناوختی په ناڅاپی توګه کابل ته ورسید او له افغان مشرانو سره یی وليدل

https://p.dw.com/p/12Aww
د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړی استازی میښایل شتاینر
د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړی استازی میښایل شتاینرانځور: AP

د آلمان پخوانی پلازمینه بن به د افغانستان د راتلونکی کنفرانس یو ځل بیا کوربه وی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړی استازی، میښايل شتاينر د همدی کنفرانس پر سر د خبرو لپاره پرون کابل ته ورسید او سمدلاسه یی د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر زلمي رسول سره وکتل او د افغانستان او آلمان په اړیکو یې ورسره خبري وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړی استازی ميښایل شتاینر پر داسي مهال کابل ته ورسید چې افغان دولت د بن د دوهمې غونډي لپاره په ترتیباتو بوخت دی .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت نطاق جانان موسى زي د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده، چې د افغانستان لپاره د بن دوهم نړيوال کنفرانس د روان کال په ډسمبر کې جوړ شي.

ښه حکومتولي، له نورو هېوادونو سره د تړونونو او موافقتنامو لاسليک کولو ته تيارى او نور مسايل به په دغه نړ یواله غونډه کې تر بحث لاندي ونيول شی.

د بُن لومړى کنفرانس د١٣٨٠ لمريز کال د لېندۍ په مياشت کې د طالبانو د واکمنۍ تر سقوط وروسته د امريکا د متحده ايالتونو په مشرۍ د نړيوالې ټولنې له خوا په المان کې د افغانستان لپاره د نهو ورځو لپاره جوړ شو.

خو د بن په لومړي کنفرانس نیوکي دا وي چې په هغه کې د افغانستان د جګړې ټولو متخاصمو ډلو ته بلنه نه وه ورکړل سوي او هغه نیمګړتیا د دې لامل سوه چې په افغانستان کی جګړه تر اوسني کچې پوري پراخه سي

خو بیا هم د بن د لومړي کنفرانس پرېکړو د افغانستان برخليک وټاکه، چې د لنډمهال او انتقالي دولت جوړښت، د اساسي قانون تصويب، د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو ترسره کول، د دغه کنفرانس له عمده ټکو څخه وو.

خو د افغانستان د دولت يو شمېر چارواکي وايې، چې د بن دوهم کنفرانس به د افغانانو تر مشرۍ لاندې جوړېږي او د افغانستان دولت به ځانګړې طرحې په کې وړاندې کوي.

په داسي حال کې چې یو شمیر کارپوهان بیا وایې چې ځیني بهرنۍ کړۍ غواړي هغه څیري د بن کنفرانس لپاره د ګډون په خاطر ور واستوي چې په افغانستان کې له ملي محبوبیت څخه برخمن نه دي او د افغانستان ریښتیني او ملي استازیتوب نه سي کولای .

د بهرنیو چارو وزارت نطاق جانان موسی زی وایی ، چې زلمي رسول او شتاينر د ٢٠١٤ کال تر وروستيو افغانانو ته له بهرنيو ځواکونو څخه د مسووليتونو د لېږد پروګرام د افغانستان د ملي حاکميت د ټېنګښت په لاره کې مثبت ګام وباله.

د مسووليتونو د لېږد د پروګرام لومړى پړاو د روان کال د چنگاښ په ٢٦مه پيل او د يوې اونۍ په ترڅ کې پاى ته ورسېد.

خو اوس یې افغان دولت دوهم پړاو ته چمتو والی نیسي.

آلمان له افغانستان سره د مرسته کونکو مخکښو هیوادونو په کتار کې راځې چې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته یې له افغانانو سره د سلګونو ملیونه امریکایی ډالرو مرسته کړي ده .

د دغه هیواد یو شمیر سوله ساتونکې سرتیري د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې هم ځای پر ځای دي.

کابل/جلالزی
کتونکی: عبدالباری حکيم