د افغانستان د خپلواکۍ ۹۸ کلیزي لمانځلو ته چمتووالی
د لمریز کال د زمري ۲۸مه هر کال افغانستان کې د ازادۍ د ورځې په توګه لمانځل کېږي. دغه ورځ د نورو ولایتونو سربېره ننګرهار کې د بېلابېلو پروګرامونو په ترسره کولو سره په ځانګړي ډول لمانځل کېږي. ځینې انڅورونه دلته لیدلی شئ.
جلال اباد کې ګڼو کسانو او موټر چلوونکو خپلې موټر د افغانستان په ملي بیرغ رنګ کړي او د ازادۍ ځینې شعارونه یې هم پرې کښلي.
د مخابراتو له څلور لاري د تلاشۍ تر چوکه پر لویو لارو او کوڅو کې ملي بیرغونه او نور توکي پلورل کېږي.
دا کوچنۍ له خپل نیکه سره ښار ته راغلی، تر څو ځان ته د آزادۍ ورځې له پاره د ملي بیرغ په رنګ رنګ شوي توکي واخلي.
په ښار کې ډېرې بیرغونه او نور ذوقي پروګرامونو د ځوانانو له لوري په لاره اچول شوي.
د امان الله خان مقبرې ته خلک د دعا له پاره هم ورځي.
دا کوچنۍ ماشومه هم د امان الله خان مقبرې ته راغلې، چې د کټارو له سوریو ورته ته ګوري.
په دې شپو کې د پښتونستان واټ ته د جلال اباد ښار او شا او خوا نزدې ځایونو ډېرې ځوانان د موسیقۍ د پروګرامونو څخه د خوند اخستلو په موخه ورځي.
دلته ګڼ کسان اتڼونه او نور پروګرامونه کوي.
د پښتونستان په څلور لاري کې بیا ګڼ کسان د ټنګ، ټکور پروګرامونو ته اتڼونه کوي او د شپې تر ناوخته دلته دغه ذوقي پروګرامونه روان وي.
دا په مخابراتو څلور لاري کې دوه بېرغ پلورونکي دي، د دوی په وینا، د ازادۍ ورځو شپو کې ترې بیرغونه ډېر اخستل کېږي.